د مزدلفې په هکله خوندور معلومات

عبدالمالک همت

مزدلفې ته ” جمع ” او ” مشعرالحرام ” هم وايي. البته پخپله مشعرالحرام په مزدلفه كي د هغه غره نوم دى چي د منا لوري ته د مزدلفې په پاى كي واقع دى او ” قُزح ” يې هم بولي. وايي چي مزدلفه له ” زَلَفُ ” او ” ازدلاف ” څخه اخيستل سوى، چي معنا يې ده قرب او نژدې والۍ او مزدلفه ځكه په دغه نامه بلل سوې ده چي حاجيان د شپې لومړيو ته په نژدې ساعتونو كي ورته وردرومي. ځيني وايي چي جبرايل عليه السلام ابراهيم عليه السلام ته د حج د مناسكو د ښوولو په ترڅ كي وويل چي:” يَا إِبْرَاهِيمُ ازْدَلِفْ اِلَى الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ” يعني اى ابراهيمه مشعرالحرام ته نژدې سه. بل ځاى وايي: څنګه چي آدم او حوا دلته سره يو ځاى سول، نو دغه ځاى په مزدلفه ونومول سو، او دغه ځاى ته ” جمع ” له دې امله وايي چي حضرت آدم عليه السلام هلته د ماښام او ماخستن لمونځونه يو ځاى وكړل يعني جمع يې كړل.

” مشعر ” چي د ” ميم ” په زور دى، خو ځيني يې د “ميم ” په زير هم لولي، د عبادت د نخښي په معنا دى. خو ځيني وايي چي ” مشعر ” د شعور له مادې څخه اخيستل سوى دى، څنګه چي حاجيان په دغه بېديا او محشر صغرا كي د حج د مناسكو په ترسره كولو او دعا وو او د خداى په ذكر كولوسره په خپلو ځانوكي د شعور احساس كوي، ځكه نو دغه ځاى ته ” مشعر” وايي.

مزدلفه هغه سپېڅلې سيمه ده چي د منا او عرفات تر منځ پرته ده. دغه اورشو ټوله په حرم كي واقع ده.كله چي حاجيان له عرفات څخه را وګرځي په دغه مقدسه سيمه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه يو ځاى، ماخستن په يوه اذان او دوو اقامتوكوي، شپه تېروي، د سهار تر لمانځه وروسته پر مشعرالحرام باندي د خداى ذكر او دعاوي كوي او تر لمر ختو د مخه د منا په لور ځني روانيږي.

امام ازرقي رحمة الله عليه په تاريخ مكه كي وايي: ” ابراهيم او د هغه زوى اسماعيل عليه السلام او د جرهم د قوم مسلمانانو به شپه په مزدلفه كي كول اوكله چي به سهار سو ابراهيم عليه السلام به هغو ته د سهار لمونځ وركاوه، بيا به پر قزح غره باندي تر هغه مهاله درېدل چي رڼا به سوه. خو لمر به لانه وو را ختلى چي منا ته به روانېدل.

په مزدلفه كي د قزح د غره پر سر د اور لګولو دود د قريشو مشر قصى نومي د دې لپاره را منځته كړ چي له عرفات څخه راتلونكي د شپې په تياره كي د مزدلفې لار وموندلاى سي او سرګردانه نه سي. دغه دود د رسول صلی الله عليه وسلم ابو بكر، عمر او عثمان رضي الله عنهم په وختوكي هم ترسره كېدى. د همدغه تاريخ مكه له نورو پاڼو څخه څرګنديړي چي دغه اور د اموي خليفه سليمان بن عبد الملك په وختوكي هم د حج پرمهال د مزدلفې د قزح پرغره لګېدى. بيا د هارون الرشيد په وختوكي د مزدلفې په شپه د اور پر ځاى شمع لګېدل، او تر هغه وروسته يې پر دغه ځاى داسي غټي ‌ډېوې ايښوولې چي رڼا به يې له ډېره ليري معلومېده. بيا د ازرقي په وختوكي چي د دريمي لېږديزي ( هجري ) پېړۍ په لومړۍ نيمايي كي وفات سوى دى، هلته كوچنۍ ډېوې لګېدلې. بيا به د منا د ” خيف ” د عرفات د ” نَمِرې ” او د مزدلفې د جوماتونو پرمنارو، او د عرفات پر رحمت غره باندي قنديلونه او بيا يو ډول د تيلو غټي ډېوې لګېدلې، او اوس هلته هره خوا په برېښنا رڼا سوېده.

كله چي د اسلام ځلاند لمر را وخوت لوى څښتن جلت عظمته د مزدلفې په هكله داسي وفرمايل:

﴿ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ (198) ﴾ [البقره: 198 ]

ژباړه: بيا چي کله (د لمر تر لوېدو وروسته) له عرفات څخه (له هغه ځايه چي حاجيان د ذو الحجې په نهمه پکښي دريږي، مزدلفې ته) راوګرځئ ، نو د مشعر الحرام (غره) سره (چي په مزدلفه کي دى) الله (په تهليل، تکبير او لبيک او دعاوو ويلو او لمانځه کولو) يادکړئ (ذکريې وکړئ). او په هغسي سمه وجه يې ياد کړئ، لکه چي تاسي ته يې لارښوونه کړې ده. (١٣٢). که څه هم دمخه تاسي بېخي ناخبره واست (لار مو ورکه کړې وه او حق مو نه پېژندى).

د دې لارښووني سره سم رسول صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع كي د مزدلفې ټول مناسك ترسره كړل. هغه د خپل عادت سره سم له عرفات څخه په راستنېدوكي د ” ضب ” لار كومه چي دى عرفات ته پرتللى وو، نه بلكي د ” ماء زمين ” په نامه لار واخيسته. هغه پر خپله اوښه اسامه بن زيد ترشاسپوركړ، خپله هم په ډېر سكون او وقار مخ پر لوري د مزدلفې رهي سو او نورو ته يې هم په سكون تللو توصيه كول او په ذكر، دعا او تلبيه ويلو مشغول وو. رسول صلی الله عليه وسلم مزدلفې ته په رسېدوسره د ماښام او ماخستن لمونځونه په يوه اذان اودوو اقامتو وكړه. بيايې اړخ وواهه، ويده سو. البته رسول صلی الله عليه وسلم ځينو ضعيفانو ته او هغو ته چي د ضعېفانو په حكم كي وه اجازه وركړه چي د دغي شپې په وروستيوكي له مزدلفې څه منا ته ولاړسي، او سهار تر څو چي د عقبې پر جمره ويشتلو ازدحام سوى نه وي، هغه وولي. بيا رسول صلی الله عليه وسلم سهار ترصبح صادق وختي كله چي سپېدې وچاودلې او د شپې د تيارې نخښي لاوې او رڼا سوې لانه وه، لمونځ وكړ، بيا پر خپله قصوا اوښه سپور سو، مشعرالحرام ته ولاړى او د دغه مشعرالحرام يا قُزَح غره په لمن كي قبلې ته مخامخ ودرېدى. خداى ته يې دعا وكړه او په تكبير، تهليل او توحيد يې ياد كړ، او ويې ويل:« زه دلته ودرېدلم او مزدلفه ټوله د درېدو ځاى دى ». كله چي ښه رڼا سوه، تر لمر ختو د مخه له مزدلفې څخه د منا پر لوري په سكون او وقار رهي سو. بايد له ياده ونه باسو چي په مزدلفه كي په همدغه سهار رسول صلی الله عليه وسلم فضل بن عباس ته وفرمايل چي د جمرې ويشتلو ډبري را ټولي كړه. چي بيا هغه دغه ډبري ور ټولي كړې او همدغه فضل يې مناته د روانېدو پرمهال پر خپله اوښه ترشا سپوركړ.

د مزدلفې پولي :

د مزدلفې پوله د عرفات له لوري د ” ماء زمينو ” څخه پيل كيږي. ( ماء زمين: هغه دوه غرونه چي په منځ كي يې نرۍ لارتېره سوې ده ) له دغه ځايه په راوتلو سره يوه پراخه اورشو او فضا پيل كيږي چي هغې ته مزدلفه وايي. سعودي حكومت دلته هم اوس د اوبو او نورو سهولتونه برابركړي دي. دغه اورشو يې ډېره پراخه كړې او د ډېرو حاجيانو د شپه تېر لپاره يې برابره كړې ده. د مزدلفې وروستۍ پوله د مُحَسِرناوه ده. چي په دې ډول له عرفات څخه تر همدغي محسر ناوې پوري د مزدلفې اوږدوالى څه زيات څلور كيلو متره دى. دغه رازسعودي حكومت مزدلفې ته يوه د پلو، او اته يا نه د نقليه وسايطو پخې او قير سوي لاري هم جوړي كړي دي.

د مُحَسِّر كنده :

مُحَسِّر د مزدلفې او منا په منځ كي يوه كنده ده چي دغه دوې سيمي سره بېلوي او د مزدلفې او منا څخه نه بلل كيږي. دلته د ابرهه فيل پرېوتى او د هغه لښكرمات سو. څنګه چي له دې امله دلته ابرهه او د هغه لښكريان په خواري او حسرت اخته سوي، ځكه نو دغه ځاى ته مُحَسِّر وايي.

خو د مکې يو ليکوال احمد عبد الغفور عطار وايي چي: ” كه دغه خبره درسته وي نو معنايي داده چي ابرهه او د هغه لښكر حرم ته ننوتلى وو. ځكه د محسر ناوه يا كنده د حرم په پولوكي واقع ده “. خو هغه وايي په دې هكله بل روايت سته چي وايي: ابرهه او د هغه لښكر او فيلان د دې لپاره چي د كعبې نړولو ته تياري ونيسي مُغَمسٌ نومي ځاى ته دننه سول. چي بيا دلته لوی څښتن سبحانه { طَيْرًا أَبَابِيلَ } پر مسلط كړل. مُغَمس هغه ځاى دى چي د عرفات پربرابر د حرم د باندي د حِل په مځكه كي پروت دى. البته دا هم څرګنده ده چي رسول صلی الله عليه وسلم په محسر نومي ځاى كي چټك تللى دى. چي دا پردې دلالت كوي چي محسر هرو مرو داسي ځاى دى چي په هغه كي د خداى پر دښمنانو د هغه عذاب نازل سوى دى. ځكه د رسول صلی الله عليه وسلم عادت وو چي د عذاب له سيمي به په چټكي تېرېدى. علامه محمد حسن شاه سواتي رحمة الله عليه په غنية الناسك كي وايي چي په محسر ناوه كي د چټك تللو حكمت د نصارا وو سره مخالفت دى. ځكه دغه محسرنومې ناوه د هغو د درېدو ځاى وو. والله اعلم.

اوس پردغه سيمه باندي سعودي حكومت چار چا پېره اغزن سيم را ګرځولى او د پوليسو پيره هم پر ولاړه ده، او منا ته د حاجيانو د تللو لاري نه پر ورځي. پای

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل پښتین
میلمه
اجمل پښتین

ډېر ډېر په زړه پوري ، ماشاء الله ، بارک الله فیک

masoom
میلمه
masoom

عبدالمالک همت وروره الله دې په قلم کې برکت واچواه ډیر ښکلی معلومات و الله دې وکړی چې دا شپې زموژ هم نصیب شی