د افغانستان او فلسطین ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ مساوي پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ په کابل کې ترسره شوې یوازینۍ نړیواله دوستانه سیالۍ په صفر-صفر مساوي پای ته ورسېده.

تېر ماښام د یکشنبې په ورځ چې د افغانستان د استقلال ۹۹مه کلیزه هم ولمانځل شوه، د خپلواکۍ په مناسبت د افغانستان او فلسطین ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ په افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالي کې ترسره شوه.

لوبه مساوي پای ته ورسېده، دواړو لوبډلو څو څو ځله د ګولو وهلو چانسونه وموندل خو په ګول وهلو بریالي نشول چې په پای کې د لوبڅار وروستي شپیلي وهلو سره دواړو لوبډلو په صفر-صفر سیالي مساوي کړه.

دغه سیالۍ چې د افغانستان د خپلواکۍ او د انګریزي ښکیلاک څخه د ازادۍ په ورځ ترسره شوه په سلګونو ښځینه او نارینه مینوال درلودل.

یاده سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په کابل لوبغالي کې د ماښام ۶:۳۰ بجې پېل او له ۹۰ دقیقو او څه اضافي وخت وروسته پای ته ورسېده.

د فوټبال ځینو چارواکو ویلي وو چې د افغانستان لپاره دغه سیالۍ په افغانستان کې د نورو رسمي نړیوالو لوبو لپاره د خلاصون غوره ذریعه کیدلای شي، او کولای شي ددغې سیالۍ له لارې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ته دا پیغام ورکړي چې په امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د لوبو بخش کې د اطمئنان وړ دی، ځکه چې فلسطین لوبډله په فیفا پوړ بندۍ کې له افغانستان څخه مخکې ده.

د نړیوال فوټبال فدراسیون (فیفا) لخوا افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کیږي کومو هېوادونو کې چې نړیوالې سیالۍ د خراب امنیتي وضعیت له کبله نشي ترسره کیدلای.

دا لومړی وار نه دی چې افغانستان او فلسطین لوبډلې په نړیوالو لوبو کې مخامخ کیږي، بلکې د ۲۰۱۰م نړیوال جام لپاره غوراوي سیالیو کې دوه وار او په اسیا چیلنج جام کې یو ځل مخامخ شوي، چې دریواړه لوبې د فلسطین لوبډلې په ګټه تمامې شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د