د ابراهيم عليه السلام لخوا خلكو ته د حج لپاره بلنه

عبدالمالک همت

كله چي ابراهيم عليه السلام د كعبې له ودانولو وزګار سو. نو لوی څښتن سبحانه وحي ورته راولېږلې چي:﴿وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ (27)) [ الحج: 27 ]

ژباړه: او په خلکو کي اعلان وکړه او د دغه کور حج کولو ته يې وبوله (چي موږ يې د بيا جوړولو امر در ته کړی دی) ، څو ستا لورته پلي او له هري ليري لاري پر هر (سفر وهلي) ډنګر اوښ باندي سپاره درسي.

حضرت ابراهيم عليه السلام عرض وكړ چي اې زماپالونکې څښتنه ! دلته خو تر ډېرو ليرو سيمو پوري څه ودانۍ نسته او چيري چي ودانۍ سته هلته خو زما ږغ نه رسيږي ؟ خداى تعالى ورته وويل: ته اعلان وكړه، رسول يې پر ما دي. نو ابراهيم عليه السلام پرمقام ابراهيم يعني پر هغه مشهوره ډبره باندي كومه چي اوس هم په حرم شريف كي پرته ده، وختى او د دې مقام په واسطه لوړ پورته سو، څو د ابي قبيس غره تر څوكو لوړ سو او ناري يې كړه : اى خلكو ! خداى تعالى خپل كور جوړكړى او د هغه حج يې پر تاسي فرض كړى دى، نو د خپل خداى بلنه و منئ او حج ته راسئ !

خداى سبحانه دغه بلنه په هر ځاى كي هر روح ته ورسول. نو د هر چا چي حج په نصيب وو د هغه روح دغي بلني ته جواب وركړ چي:
(لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ).

يعني زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړيم. لويه څښتنه ! ستا د فرمان د پلي كولو اوستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضراو تيار ولا ړ يم. تا لره هيڅ شريك نسته، زه ستا د فرمان د پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. په رښتيا سره ټوله ثنا، صفت او نعمتونه تا لره دي، او ټولواكي تا لره ده، تا لره شريك نسته.

په دې ډول حضرت ابراهيم عليه السلام د حضرت اسماعيل عليه السلام او د جرهم د قوم د مسلمانانو سره يو ځاى د حج مناسك ادا كړل او د حج د مناسكو څخه ترفراغت وروسته خپل وطن شام ته ولاړ او هلته وفات سو.

د سمط النجوم العوالى د درېيم ټوك په (503) مخ كي وايي چي :” د المسترشد بالله عباسي خليفه په زمانه كي په 514 س. كال د حضرت ابراهيم او حضرت اسحاق او حضرت يعقوب عليهم السلام قبرونه كشف سول او د دوى اجسام مبارك داسي پكښي وليدل سول لكه هماغه ګړى چي پكښي ښخ سوي وي او د دوی د اجسامو سره د سرو او سپينو زرو قنديلونه او څه نورشيان هم وموندل سول. خو په دغه كتاب كي دا نه دي ويل سوي چي دغه قبرونه چيري وموندل سول. البته د اطلس القرآن په۸۵ او ۹۷مخونو كي وايي چي د حضرت ابراهيم، حضرت اسحاق، د هغه د مېرمني رِبقې ، حضرت يعقوب او حضرت يوسف عليهم السلام قبرونه په الخليل[حبرون] كي په يوه غار كي دي ).

نو څوك چي حج كوي دغه ناره يې اورېدلې وي، چا چي يو ځل جواب وركړى وي، يو ځل حج كوي. چي د وه واره يې جواب وركړى وي دوه پلا حج كوي، او چي ډېر ځله يې جوابونه وركړي وي ډېر حجونه كوي. خو چا چي د حضرت ابراهيم عليه السلام دغه دعوت ته لبيك نه وي ويلى، هغه د خپل بد بخت له امله د حج له دې نعمت څخه بې برخي پاته وي.

هاجره او اسماعيل عليه السلام:

په لرغونو كتابونو كي بي بي هاجرې ته د ( هاجر ) لفظ استعمال سوى دى چي اصلي عبراني لفظ يې ” هاغار” دى. د هاغار معنا ده : پردۍ او اجنبي. هاجره د مصر د فرعون يا د مصر د يوه قبطي پاچا لور وه . دغه بي بي چي كله مړه سوه په حطيم كي د كعبې شريفي د رحمت تر ناوې لاندي خاورو ته وسپارل سوه.

اسماعيل په اصل كي ” شماع ايل ” دى چي دا هم عبراني لفظ دى او معنا يې ده” خداى اورېدل “. څنګه چي حضرت ابراهيم عليه السلام او بي بي هاجرې له خدايه اولاد غوښتى وو او خداى يې دغه دعا واورېدل، ځكه يې نو د هغه نوم ” شماع ايل ” كښېښووى، چي عربي او پښتو تلفظ يې اسماعيل دى او په عربي د ( اسمٰعيل ) په بڼه ليكل كيږي. حضرت اسماعيل عليه السلام په 2074 قبل الميلاد كي په فلسطين كي زېږېدلى دى.

د حضرت اسماعيل د قربانۍ لنډه كيسه:

په قرآن مجيد كي ويل سوي دي چي خداى تعالى حضرت ابراهيم ته په خوب كي وښوول چي هغه خپل زوى حضرت اسماعيل عليه السلام حلالوي. دا خوب يو ډول الهي حكم وو او پلار او زوى دواړه د دې حكم د تر سره كولو لپاره تيار سول او چي دواړو دا حكم ومانه او پلار، زوى د حلالولو لپاره پړ مخي پرې ايستى، نو خداى تعالى ورته ور ږغ كړه:

﴿ فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ (103) وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ (106) وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ (107) ﴾[سورهْ صٰفٰت : 103 _ 107 آيتونه ]

ژباړه: ۱۰۳. نو (دا يو عجيب حالت وو) کله چي دواړو (لوی څښتن ته د هغه د حکم د منلو او اېلتيا په دود) غاړي کښېښوولې او پلار خپل زوی پر ځمکه پړمخي پرې ايست (چي د هغه د حلالولو په اړه هغه حکم چي ورته سوی وو پلی کړي).
۱۰۴. او (په داسي حال کي چي ابراهيم د خپل زوی د حلالولو په اړه د الله د حکم پلي کولو ته چمتو سو)موږ ور ناري کړه چي:”ای ابراهيمه !

۱۰۵. تا هغه خوب چي ليدلی دي وو(، ستا د زوی د حلالولو په اړه ستا په عزم او تکل سره) رښتيا کړ. په يقين سره موږ (لکه تا ته چي مو له دغه لوی ازميښت څخه په را ايستلو سره بدله او مکافات در کړ ) نېکچارو بنده ګانو ته دغسي مکافات ورکوو (او له ازميښتونو او ستونزو څخه يې را باسو)“.

۱۰۶. په يقين سره دا يوه ښکاره او څرګنده ازموينه وه (او ابراهيم په دې ازموينه کي بريالی سو).

۱۰۷. او موږ د اسماعيل پر ځای يو غټ، سر پرې کېدونکی مږ پُسه فديه (سرجاری) ورکړه(، چي د هغه پر ځای يې حلال کړي).

د ذى الحجې د اتمي، نهمي او لسمي په هكله:

وايي چي حضرت ابراهيم عليه السلام دغه خوب درې شپې پر له پسې وليد. لومړى يې د لوى اختر د مياشتي (ذي الحجې) د اتم په شپه خوب وليدى، سهار چي را پورته سو تر ماښامه يې په دې هكله چورت او فكر واهه چي آيا دا خوب به د خداى جل جلاله له لوري وي كه د شيطان له لوري. ځكه نو دغه ورځ ” يوم الترويه” وبلل سوه، يعني د غوركولو او چورت وهلو ورځ.

دوهمه شپه يې بيا هماغه خوب وليد، نو وپوهېدى چي دا خوب د خداى جل جلاله له لوري دى. له دې امله دغه ورځ د ( عرفې ) په ورځ ونومول سوه. بيا يې درېيمه شپه هم دغسي خوب وليدى. نو يې د خپل زوى د حلالولو تكل وكړ. له دې امله دغي ورځي ته ” يوم النحر ” يعني د حلالي ورځ وويل سوه.

د جمراتو د ويشتلو په هكله:

وايي كله چي حضرت ابراهيم عليه السلام ته د هغه د زوى د حلالولو حكم وسو، نو شيطان د انسان په بڼه حضرت ابراهيم ته ورغى، څو هغه وغولوى اوله دې كاره يې راوګرځوي. خو ابراهيم عليه السلام د هغه خبره و نه منل. بيا كله چي هغه عقبې جمرې ته ورسېدى، شيطان مخي ته ورغی او د هغه د غولولوكوښښ يې وكړ. خو حضرت ابراهيم عليه السلام وپوهېدى چي دا شيطان دى. نو يې خداى ته دعا وكړه او د خداى د حكم سره سم يې اووه شګي واخيستې او شيطان يې په وويشتى او هغه وتښتېدى. بيا چي ابراهيم عليه السلام منځنۍ جمرې ته ورسېدى هلته يې شيطان مخي ته ورغى، خو هغه بيا په اوو شګو وويشتى او شيطان وتښتيدى. بيا چي ابراهيم عليه السلام جمرة الاولى ( لومړنۍ جمرې ) ته ورسېدى بيا شيطان مخي ته ور ولوېدى او حضرت ابراهيم عليه السلام بيا په اوو شګو وويشتى او شيطان ځني وتښتېدى. چي د دې واقعې په ياد حاجيان په منا كي دغه درې ځايونه كوم چي ځانګړي څلي پر جوړ سوي دي په شګو ولي.

د حلال سوي پسه د ښكرونو په هكله:

په معتبرو روايتونو سره ثابته سوې ده چي د حضرت اسميعل عليه السلام په فديه كي چي كوم مږ د حضرت ابراهيم عليه السلام لخوا د اسماعيل عليه السلام د حلالولو پرمهال له جنته راوړل سوى او د ابراهيم عليه السلام پرلاس حلال سوى وو، د هغه ښكرونه د كعبې په خونه كي د حضرت عبد الله بن الزبير رضي الله عنه تر زمانې پوري ساتل سوي وه. وروسته بيا كله چي حجاج بن يوسف په حرم كي ابن الزبير محاصره كړ او كعبه يې ورانه كړه، نو د امام ازرقي په روايت كله چي عبد الله بن الزبير كعبه د بيا رغولو په موخه نړول دغه ښكرونه يې چي يو ډول سره خټه په وهل سوې وه راواخيستل، خو د هغه د لاس وروړلو سره سم سره توى او ضايع سول. ابن عباس رضي الله عنهما او عامر دواړه د دې شاهدي وايي چي هغو پخپله د كعبې په خونه كي دغه ښكرونه ليدلي دي.

د قربانة د ځاى په هكله:

دا خبره له پېړيو پېړيو راهيسي د عربو په روايتونوكي محفوظه وه، چي د قربانۍ دغه پېښه په منا كي سوې وه او دا يوازي روايتونه نه وه، بلكي له هغه وخت څخه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم تر زمانې پوري دا كار هم د حج په مناسكوكي شامل وو او پر له پسې كېدى. د منا هغه ځاى ته به خلك ورتلل، چيري چي حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني كړې وه او هلته به يې څاروي قرباني كول. بيا كله چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مبعوث سو نو هغه هم دغه كړنلار جاري وساتل، ان چي ترنن ورځي پوري د حج په ورځو كي د لوى اختر د مياشتي په لسمه ورځ په منا كي قرباني كيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د