په افغانستان کې د جګړې د ښکيلو اړخونو تر منځ د زړونو او فکرونو د ګټلو ګرمه جګړه!

ليکنه : مراد أنصار

د فزيکي يا نظامي جګړې تر څنګ د جګړې د دواړو اړخونو تر منځ د زړونو او فکرونو د ګټلو ګرمه جګړه هم روانه وي او د دې جګړې په مټ هر يو اړخ غواړي چې سياسي ، نظامي او اقتصادي مرسته او ملاتړ لاسته راوړي او د نړۍ ، خپل ولس او د خپلو ليکو او د دښمن د ضعيف النفس افرادو فکرونه او زړونه خپل کړي او له ځان سره يې وساتي.

په افغانستان کې حکومت او امريکايان هڅه کوي چې د طالبانو په وړاندې خپله جګړه د نړيوالو قوانينو له مخې يوه مشروع جګړه تلقي کړي، له افغانستان څخه د دفاع ، په افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغانستان د پرمختيا جګړه يې وښيي او اوس يې لا هڅه دا ده چې خپلې جګړې ته له اسلامي ديني پلوه د دولتي او درباري ملايانو په توسط مشروعيت ورکړي. له بله پلوه طالبان بيا خپله جګړه د اشغالګرو په خلاف سپيڅلی مقاومت او د خپلې خاورې د آزادۍ او دفاع جګړه ګڼي او له لومړۍ ورځې څخه په دې توانيدلي چې د ګران هيواد او نړۍ د زرګونو جيدو علماء کرامو ملاتړ او فتوا خپله کړي.

دوی د خپلې جګړې هدف په افغانستان کې د يو سوچه اسلامي نظام ټينګښت او د خپلو اسلامي عقيدوي او اصيلو ملي ارزښتونو ساتنه په ګوته کوي.

حکومت او بهرني ملاتړي يې د زړونو او فکرونو د جګړې د پرمخ بيولو لپاره له بيلابيلو وسايلو څخه لکه چاپي او تصويري رسنۍ ، ټاکنيزې پروسې او سيستم ، له تعميراتي نوم لرونکو کارونو ، لوبو ، پوځي نمايشاتو ، سياسي ګوندونو ، مدني فعاليتونو ، ډيپلوماسۍ او نورو لارو چارو څخه کار اخلي.

طالبان هم د زړونو او فکرونو د ګټلو لپاره له خپلو کمو امکاناتو څخه د اغيزمنې استفادې کوشش کوي، دوی له ټولنيزو رسنيو، د مستندو فلمونو ، ويډيويي راپورونو ، اف ام راډيوګانو ، د مساجدو له ممبرونو ، ديني تعليمي مراکزو ، د ولس په غيږه کې ځای پر ځای توب ، د ګران هيواد ، سيمې او نړۍ د جيدو ديني علماء کرامو ، اسلامي او جهادي بنسټونو او خوځښتونو او نورو څخه کار اخلي.

په دې نيږدې وخت کې د دواړو خواوو تر منځ د فکرونو او زړونو جګړې زور اخيستی خو د شنونکو په باور په دې جګړه کې د طالبانو تله درنه ده په ځانګړې توګه طالبان د خپل ولس ، خپلو ليکو او د خپلو غليمانو د افرادو د فکرونو او زړونو د ګټلو په جګړه کې وړاندې دي ځکه داسې شکايتونه ورځ په ورځ زياتيږي چې حکومت د خپلو عسکرو پروا نلري ، نه په وخت کومک ورته رسوي ، نه يې په کافي ډول لوجستيکي اکمالات کوي او نه يې علاج ، د حکومت د مشرانو تر منځ د قدرت په سر اختلافونو سخت مايوسه کړيدي ، جنازې يې په خپل وخت کورونو ته نه رسيږي او زيات وخت يې جسدونه هغه وخت کورونو ته سپارل کيږي چې زيات خراب شوي وي او د مړه شوو عسکرو د يتيمانو او تورسرو هيڅ پوښتنه نکوي او نه کوم کومک ورسره کوي.

له بله پلوه طالبان بيا له خپلو کمو امکاناتو څخه اغيزمنه استفاده کوي ، تل د جګړې له داسې يو ناڅاپي تکتيکونو څخه کار اخلي چې زيات تلفات ورته پکې وانه وړي، د خپلو وژل شوو افرادو جسدونه په ډيره عجله او په ډير درنښت خپلو کورنيو ته سپاري، د کونډو او يتيمانو حال يې اخلي او د دې لپاره منظم ځانګړي تشکيلات لري او د خپلو عادي او سرتيرو بريدګرو د ستايلو لپاره ډير زيات مطبوعاتي فعاليت کوي ، ويډيوګانې يې خپروي ، په ستاينه کې يې ترانې وايي ، تصويرونه ، شهرت او سوانح يې خپروي.

په غزني ، فارياب او تخار کې د طالبانو له سترو همغږو بريدونو وروسته چې د وژل شوو عسکرو د حالت په اړه زړه بوږنوونکي خبرونه نشر شول د معلوماتو له مخې د حکومت د عسکرو په روحيه يې ډير بد اثر کړی ، په ټولنيزو شبکو کې هم د حکومت د پلويانو له غبرګونونو څخه دغه له مايوسۍ ډک منفي اثر له ورايه معلوميږي خو له بله پلوه بيا د طالبانو د زخميانو او وژل شوو ته د عاجلې رسيده ګۍ په اړه د خبرونو له نشر وروسته دا دی اوس دوی د خپلو سرتيرو بريدونو د ترسره کوونکو بريدګرو د ستاينې لپاره د مستندو فلمونو نشر ته ملا تړلې او نن يې د فاتح کاروان (۱۲) په نامه يو دوه اويا دقيقه ايز فلم نشر ته وسپاره چې د دوی د پلويانو له لوري په ټولنيزو شبکو کې په ډيره ولوله استقبال شو ، دغه فلم دوی انګليسي ژبې ته هم ترجمه کړی.

په دې فلم کې طالبانو په کابل ، ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې د خپلو پخوانيو سرتيرو بريدونو له نيږدې څخه اخيستل شوي ويډيوګانې خپرې کړيدي او تر څنګ يې له عسکري روزنې څخه د خپلو سرتيرو بريدګرو د فراغت مراسم ، د دوی د پوځي رسم ګذشت او د دوی د پوځي تطبيقاتو ډيرې جالبې او په ډير مسلکي ډول اخيستل شوې او ايډيټ شوې ويډيويي صحنې راوړې دي.

همدغه راز يې په فلم کې د خپلو هغو سرتيرو بريدګرو لنډې ويناوې هم راوړې دي چې زياتره يې د نړۍ د مسلمانانو په ستونزو راڅرخي ، دوی د دغه فلم په سريزه کې بهرنيانو ته سخت اخطارونه ورکړيدي او د دولت پلوه ملايانو د غونډو په ګډون يې د دوی نور مذهبي فشارونه او بمبارونه بې ګټې بللي دي.

طالبانو په دغه فلم کې هڅه کړې ده ، هم د نړۍ د بهرنيانو د ولسونو زړونه خپل کړي او هم د خپل ولس او خپلو ليکو زړونه خپل کړي.

تيره ورځ د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم د طالبانو او حکومت تر منځ د روانې تبليغاتي جګړې په اړه د افغانستان په چارو کې د يو مشهور امريکايي کارپوه ليکنه خپره کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د