جګړه / تبلیغاتي فلمونه اوربند او سوله

لیکنه : جنرال حسن میرزئ

له یوې خوا تیره اوونۍ په غزني ښار ، فاریاب ، تخار او د هیواد په ځينو نورو برخو کې طالبانو او حکومتي عسکرو تر منځ چې بهرنیو پوځونو يې ملاتړ کاوو سختې نښتې ترسره شوې ، په سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

له بلې خوا د طالبانو او حکومت تر منځ توده تبلیغاتي جګړه روانه ده ، ګډ حکومت په غزني ښار د طالبانو وروستی برید ته تر سیمییزو لورو پورې تړاو ورکړ او داسې يې وښودله چې که د دوی ځواکونه د غزني ښار په دفاع کې پاتې راغلل یو عمده علت يې دا وو چې د سیمې د یو هیواد پوځيان پدغه جکړه کې ښکیل ؤ او پدې اړه يې تبلیغاتي دستګاه سخت تبلیغات په لاره واچول.

له بل اړخه طالبانو او حکومتي عسکرو په مورال او روان باندې خپلو ګذارونو ته دوام ورکړی او د فاتح کارون دولسم په نامه يې داسې یو فلم نشر ته سپارلی چې خپل سرتیري بریدګر يې پکې ډير ستایلي دي او د خپل سرتیري ځواک خورا ، منظم ، کمساري پوځي رسمي ګذشت ، نمایشات او تمرینات يې پکې وړاندې کړي دي ، دغه فلم د دوی د پلویانو له لوري په ټولنیزو شبکو کې ډير ګرم استقبال شوی دی ، طالبانو د دغه فلم په نشر او د خپلو سرتیرو په زیات درنښت او ستاينه هڅه کړې ده چې حکومتي عسکرو ته د کمترۍ احساس ورکړي او هغه مايوسي یې لا زیاته کړي چې د خپلو سیاسي او پوځي چارواکو له بې پروا او بې اعتنا چلند څخه يې په منځ کې خوره شوې ده .

دغه فلم په انګلیسي ژبه هم ژباړل شوی او د دوی د پرمختګونو د مخنوي لپاره يې د امریکایانو وروستۍ هلې ځلې لکه په کابل او جده کې د علماؤ غونډې او سخت بمبارونه بې اهمیته ګڼلي او د اوږدې جګړې ټټر يې وهلی دی ، همدغه راز يې هڅه کړې ده چې په دې فلم کې د مسلمانانو د ستونزو د یادولو له لارې عامه ذهنیت خپل کړي .

د ګرم او ساړه جنګ تر څنګ د اوربند او سولې بحثونه هم روان دي خو کیدای شي دا ځل په اختر کې طالبان اوربند ته زړه ښه نه کړي او د چارو کتونکي يې علت دا بولي چې د تير کوچني اختر له اوربند څخه امریکایانو او ګډ حکومت د سیاسي او تبلیغاتي استفادې هڅه وکړه او هم يې د بندیانو د خلاصولو ژمنه پوره نه کړه ، له همدې امله د طالبانو باور په ګډ حکومت لا کمزوری شو او د اوربند په اړه د طالبانو په منځ کې ذهنیت ډير منفي شو .

که د رادمنش په څير حکومتي ویاندویانو او ځينې چارواکو دا نه وای ویلي چې سلګونه طالبان د اوربند په موده کې په ښارونو کې پاتې شول او له جګړې څخه يې لاس واخیست او د طالبانو اوربند يې د بهرني فشار لامله نه وای ګڼلی او له ژمنې سره سم يې طالب زندانیان خوشي کړي وای ، نو ډيره ممکنه وه چې طالبانو په لوی اختر کې هم اعلان شده اوربند ته بیا زړه ښه کړای وی .

د سولې د مذاکراتو په اړه هم مختلف خبرونه نشریږي خو لا تر اوسه هم امریکایان او ګډ حکومت له سولې او مذاکراتو سره د یوې استخباراتي پروسې په څير چلند کوي او پدې اړه کوشش کوي چې طالبانو ته خپل تنزلات پټ کړي او داسې وښايي چې د سولې شعار يې زوړ ده او طالبان باید له ګډ حکومت سره مذاکرات وکړي او امریکایان یوازې د سولې په مذاکراتو کې د آسانتیاوو لپاره خبرې کوي او ډير امکان لري چې د امریکایانو دا مرموز او دوه مخی چلند د سولې را ټوکېدلې هیلې هم سبوتالژ کړي .

افغانان باید بیداره واوسي او چاته اجازه ورنکړي چې د سولې را ژوندۍ شوې هیلې په نطفه کې خنثاء شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د