fbpx

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ سیالۍ نن ماښام پیلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه سیالۍ به نن ماښام د افغانستان پر وخت په ۷:۳۰ بجې پيليږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ حخه په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له OSN Supersport، Sky NZ، Fox Sports Australia او Sony India نړیوالو چینلونو په ۱۵۰ هېوادونو کې په ژوندی بڼه خپریږي.

له بل پلوه د ایرلینډ کرېکټ بورډ د نشراتي حقوقو لرونکې کمپنۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې هم یوه ځایي ټلویزون ته د دغو لوبو د خپریدو حقوق ورکړي.

تېرو لوبو ته او د افغانستان لوبډلې قوي توپ اچونکو ته په کتلو ایرلینډ لوبډلې افغانستان لوبډلې ته د ماتې ورکولو لپاره تر ټولو قوي لوبډله اعلان کړې ده، چې تمه لري پخپله خاوره به افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې په ایرلینډ کې د تېرو څو ورځو راهیسي په زړه پورې تمرینات ترسره کړل، چې اټکل کیږي د سیال لوبډلې پر وړاندې په ځانګړي ډول د توپ اچونې په بخش کې د پام وړ کارګردګي ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی د درې شل اوریزو او بیا د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره شي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د