په حلال سوي څاروي کي د اتو شيانو خوراک مکروه تحريمي دی!

ابو المنظور «عطشان»

آن ځينو مفتيانو خو د حرمت حکم ورباندي کړی دی؛ لکه مفتي محمد انعام الحق قاسمي حَفِظه الله تعالی په «قرباني کا مسائل اور اونکا انسائکلوپيډيا» کي د همدې اوو شيانو خوړل حرام بللي دي.

مکروه تحريمي شيان په لاندي ډول دي:

۱) بيېول سوې وينه. ياني کله چي يو څاروی حلال کړل سي وينه يې وبيېږي، همدا وينه يې مکروه تحريمي ده.

۲) د څاروي تناسي آله. ياني چي څاروی له همدې لاري بولي کوي.

۳) د څاروي خايې (خصیتين).

۴) د غايطه موادو د اخراج لار، يا د غټو بولو کولمه.

۵) مرغړي. ياني هغه سختي غوښي چي د غوښي او پوست تر منځ غوټه سوي وي. چي غده هم ورته ويل کېږي.

۶) مثانه، يا د بولو راټولېدلو کڅوړه.

۷) تريخی. په تريخي کي هغه مواد موجود وي چي په ذريعه يې لغوړن او نه هضمېدونکي خواړه ويلي کېږي او هضمېدلو ته چمتو کېږي.

۸) همدا ډول علامه طحطاوي رحمه الله د الدر المختار په شرحه کي حرام مغز هم د همدې مکروه تحريمي شيان په لړۍ کي داخل ګڼلی دی.

«(كُرِهَ تَحْرِيمًا) وَقِيلَ تَنْزِيهًا وَالْأَوَّلُ أَوْجَهُ (مِنْ الشَّاةِ سَبْعٌ الْحَيَاءُ وَالْخُصْيَةُ وَالْغُدَّةُ وَالْمَثَانَةُ وَالْمَرَارَةُ وَالدَّمُ الْمَسْفُوحُ وَالذَّكَرُ). (قَوْلُهُ مِنْ الشَّاةِ) ذِكْرُ الشَّاةِ اتِّفَاقِيٌّ لِأَنَّ الْحُكْمَ لَا يَخْتَلِفُ فِي غَيْرِهَا مِنْ الْمَأْكُولَاتِ. (قَوْلُهُ الْحَيَاءُ) هُوَ الْفَرْجُ مِنْ ذَوَاتِ الْخُفِّ وَالظِّلْفِ وَالسِّبَاعِ. (قَوْلُهُ وَالْغُدَّةُ) بِضَمِّ الْغَيْنِ الْمُعْجَمَةِ كُلُّ عُقْدَةٍ فِي الْجَسَدِ أَطَافَ بِهَا شَحْمٌ، وَكُلُّ قِطْعَةٍ صُلْبَةٍ بَيْنَ الْعَصَبِ وَلَا تَكُونُ فِي الْبَطْنِ، (قَوْلُهُ وَالدَّمُ الْمَسْفُوحُ) أَمَّا الْبَاقِي فِي الْعُرُوقِ بَعْدَ الذَّبْحِ فَإِنَّهُ لَا يُكْرَهُ»- (رد المحتار له تنوير الابصار سره: ۶ ج / ۷۴۹ ص / مسائل شتی).

«وزيد نخاع الصلب»- (طحطاوي علی الدرالمختار: ۴ ج / ۳۶۰ ص).

نو مسلمانان ورونه بايد دقيق متوجې سي، کوم شيان چي حرام يا مکروه تحريمي وي د هغو خوراک شرعًا منعه دی او کوم شی چي د شريعت له لوري منعه وي، د هغه په نه عملي کولو کي هم دنيوي ګټي وي او هم اخروي.

نو دا شيان چي د شريعت له لوري يې خوراک منعه سوی دی، که بيا هم څوک ورځني استفاده وکړي، نو زيانونه يې د هغه بدن، جسد او روحانيت ټولو ته رسېږي.

بله مهمه خبره دا ده چي موږ بايد په شرعي احکامو کي د دليلونو لټون ونه کړو؛ مومن مسلمان او د الله جل جلاله رښتينی بنده هغه دی چي د شريعت له لوري يو حکم واوري، نو سمدستي ورباندي عمل کوي، نور نو برهان، دليل، حجت او لامل ته هيڅ اړتيا نه وي.

تبصرې (1)

  • السلام علیکم قدرمن عطشان صاحب, الله دی د کوثر په جام تنده ماته کړه!
    واقعاً ډیر ضروری مسایل دی بیان کړی. زمونږ ځیني هیوادوال د پسه خصیې ډیر په مزه خوری او فکر کوی چې دا د جنسی قوی په زیاتوالي کی رول لری. څو کاله وړاندی د جلال اباد د بهسودو د پله په یو رستورانت کي د اشپزخاني خواته لاړم ترڅو خپلو ملګرو ته د ډوډۍ د تیاري احوال واخلم چي په یوه پړسیدونکی کړایې چي ټول د پسه له سپینو خصیو ډک وه سترګي ولګیدي. د اشپز نه مي پوښتنه وکړه چي دا نو څوک خوري, هغه راته وویل چې دا د ولایتی شورا ریس حاجی جمال فرمایشي خوراک ده.