د حکومت له لوري د مشروط اوربند هرکلی په پراخه کچه وشو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ ولسمشر اشرف غني یو اړخیز مشروط اوربند اعلان کړ. نوموړي وویل چې د لوی اختر څخه بیا تر میلاد النبي پوري به دوی یو اړخیز اوربند کوي که چیري طالبان یې ورسره ومني.

د نوموړي له لوري د اروبند هرکلی په نړیواله کچه وشو او د طالبانو څخه په پراخه کچه غوښتنه شوې چې دوی هم باید د اوربند احترام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند د یوناما ادارې د حکومت له لوري یو اړخیز او مشروط اوربند ستایلی دی او د ښکیلو اړخونو څخه یې غوښتنه کړي چې نور جګړې ته د پای ټکی کښيږدي.

د یوناما مشر تدامچي یاماماتو ویلي چې دوه اړخیز اوربند به په جګړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو امکانات نور هم زیات کړي چې بالاخیره د سیاسي جوړجاړي لپاره کیدای شي لاره هواره شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تیر اختر په اوربند کې د سلګونو انسانانو د ژوند ژغورنه وشوه او څرګنده شوه چې افغانان سولې ته څومره لیواله او اړتیا لري.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په یوې خبرپاڼې کې د اشرف غني له لوري یو اړخیز او مشروط اوربند ستایلی دی او ویلي يې دي چې د نوموړي دغه طرحه د افغان ولس غوښتنې ته ښکاره جواب دی چې سوله غواړي.

نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کي وروستي اوربند څرګنده کړه چې افغانان سولې ته څومره لیوالتیا لري او غواړي چې جګړه پای ته ورسیږي، مونږ تمه لرو چې یو بل ورته اوربند به هیواد بالاخیره تلپاتي سولې ته نور هم نیژدي کړي. امریکا او نړیواله ټولنه د افغان حکومت له لوري اوربند څخه هرکلی کوي او پر طالبانو غږ کوي چې ګډون په کښي وکړي، زمونږ او د نړیوالې ټولنې تمه دا ده چې افغانان د لوی اختر خوښي په سوله او امن تېر کړي».

د پامپیو په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا همداراز د اشرف غني له لوري د جامع او هر اړخیزو مذاکراتو غوښتنې ملاتړ کوي، داسي مذاکرات چې ایجنډا به یې ټول اړخونه په ګډه جوړه وي.

او زیاته یې کړه، «اوس د سولې لپاره وخت را رسیدلی دی، د سولې پر وړاندي هیڅ خنډ نشته، مونږ د سولې په خبرو کې مخامخ ګډون او هر ډول مرستې ته تیار یو».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د اشرف غني د اوربند څخه ملاتړ شوی دی او ویل شوي چې پاکستان ټولې هغه هڅې ستايي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره ګټورې تمامیدای شي.

په خبرپاڼه کې پر ټولو اړخونو غږ شوی چې د لوی اختر په احترام دي اوربند وکړي تر څو د افغانستان خلک اختر په خوښي او امن کې تیر کړي.

د قطر هیواد هم ویلي چې په افغانستان کې د لوی اختر په مناسبت د اوربند او بندیانو خوشي کولو خبرونو په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو او د دوامداري سولې امیدونه را ژوندي کړي دي.