fbpx

سعودي حکومت د حرم شریف امام او خطیب بندي کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹زمري، ۱۳۹۷ل): په ټويټر کې د (معتقلي الراي) یا «د بیان زندانیانو» په نامه پاڼې لیکلي چې سعودي چارواکو د مسجد الحرام امام او خطیب (شیخ صالح آل طالب) نیولی دی.

د شیخ صالح د نیول کیدو لامل د نوموړي هغه خطبه ښودل شوې چې د منکراتو د مخنیوي په موضوع یې وړاندې کړې وه.

هغه په خپلې یوې وروستۍ خطبه کې ویلي و چې د هغه چا مخنیوی واجب دي چې منکرات ترسره کوي. شیخ صالح په دې خطبه کې «مستبدو ظالمانو» ته ښیراوې هم کړې وې.

سعودي حقوقي فعال (یحیی عسیري) د نوموړي امام د نیول کیدو خبر سم ګڼي او زیاتوي چې سعودي چارواکي د هر هغه چا د نیولو هڅه کوي چې ولسي محبوبیت یې په زیاتیدو وي او احتمال لري په راتلونکي کې د حکومت کړنې نقد کړي.

د شیخ صالح آل طالب نیول کیدو د ټولنیزو رسنیو فعالانو بېلابېل غبرګونونه راپارولی او دا یې د حکومت لخوا د دیني علماوو د غږ زندۍ کول بللي.

سعودي حکومت په تېرو څو میاشتو کې لسګونه دیني عالمان د تورو تمبو شا ته اچولي، خو تر اوسه یې د نیولو او د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې د سعودي عربستان په زندانونو کې د دیني علماوو شمېر زرګونو ته رسیږي، چې ځینې یې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي. سعودي چارواکو یوازې په تېر یوه کال کې ۸۰ تنه عالمان، داعیان او دیني شخصیتونه، چې د حکومت وروستي سیاستونه یې نه تاییدول، زندان ته اچولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

وروره د ویر وېره داده چه حرم بند نه کی خطیب ئې دومره پروا نشته.

عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

شک نشته اوس امریکا دومره په سعودی کی ریښی ځغلولی چی دحرم د بندیدو امکان سل په سلو کی دی او که دمسلمانانو همدا بی اتفاقی موجوده وی نو لری به نوی چی مکه او مدینه دوړه به د بیت المقدس په څیر د یهودانو لاسته ولویږی. پکارده چی مسلمانان د دی کفارو مقابل کی یو موټی شی او دا بیدینه خلکوته دا اجازه ورنکړی چی د کفارو پلانونه پدی مقدسو ځایونو عملی شی. د سعودی اوسینی حکومت د افغانستان حکومت په څیر یو لاسپوڅی او غلام حکومت دی نوکه امریکا هرڅه وغواړی هماغه به کوی. د نړی د مسلمانانو… نور لوستل »