افغان حکومت د طالب بندیانو خوشي کولو ته امادګي ښودلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): د افغانستان حکومت د طالبانو څخه د طالب بندیانو د نومونو لیست غوښتی دی.

د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون جخانسوري نن د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د طالب بندیانو د ازادولو پر سر بحث روان دی، خو تر اوسه یو هم نه دی خوشي شوی.

نوموړي ویلي چې دا کار د حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضا را منځته کولو لپاره تر سره کیږي.

نوموړي د طالبانو څخه هم غوښتي چې د هغو بندیانو لیست دي حکومت ته وسپارل شي چې د طالبانو له لوري خوشي کیږي، او غوښتنه یې وکړه چې طالبان باید د افغان حکومت د لیست پر اساس بندیان خوشي کړي، ځکه چې معلومه نه ده هغه اسیران چې دوی یې خوشي کوي د حکومت سره تړاو لري هم او کنه؟

باید وویل شي چې د پلچرخي او بګرام په بندي خانو کې په لسګونو زره بندیان د سیاسي بندیانو په نامه په بند محکوم دي چې د هغو څخه یې د سلګونو تنو د حبس موده هم پوره شوي او ډیری کسان داسي هم دي چې عمرونه یې زیات او یا په لا علاجه ناروغیو اخته شوي دي.

د ارګ ویاند ویلي چې د طالب بندیانو د خوشي کولو په لومړي پړاو کې کیدای شي هغه بندیان خوشي شي چې ناروغ او زاړه دي او یا یې هم د حبس موده پوره شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې په دغو بندیانو کې به هغه کسان نه وي شامل چې د طالبانو د رهبري په کچه دي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ چې دوی به د خپل امیر د فرمان سره سم د لوی اختر په مناسبت په سلګونو بندیان خوشي کړي تر څو لوی اختر د خپلو کورنیو سره په خوښي تیر کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا د څو مخۍ او غلامی نښی دی چه غلام غنی وایی مونږ د طالب بندیانو ازادولو ته اماده ګی ښودلی ، که اماده یاست خوشی یی کړی ، که لمړی له بادارانو اجازه او قومانده ترلاسه کوی ؟ تاسی د طذلبانو د خپلواک مشر خپلواک عمل ته وګوری چه سمدلاسه یی ۷۱ بندیان ځانله په فاریاب کی د لوی اختر په مناسبت خوشی او همداسی به نور په نورو ولایتو کی خوشی کوی او بیا تاسی وروسته توری تاووی چه مونږ د طالبانو له منګولو په زور خوشی کړل ؟ زه نه پوهیږم چه ستاسی میرمنی به تاسی بی… نور لوستل »