اختره راځه؛ خو پام!

لیکوال: عبد الصمد شاکر

دلته دومره بې وسي ده، چې خلک د اوبو په منځ کې له تندې مرې، د چا په یاد کې په څرګنده اوښکې تویونه جرم دی، غریبان ټوله شپه په توره تياره کې له لوږې بې هوښه پراته وي.

دلته کورونه قبرونه دي او قبرونه کورونه، ښکلي انسانان ټول په قبرونو کې دي، شیبه په شیبه ساګانې داسې ووزې، چې بیا نه دي را ستانې شوي.

دلته هره ګړۍ د وخت بادونه آلوځي تر څو ټیکري یوسي، زړونه ناویلې ترخه حقیقتونه نشي څرګندولی، د تل لپاره یې پټ ساتي.

دلته ماشومې هیلې هره شیبه ژاړیږې، له سپڅلتیا سره یو ځای د مرګ تر کومې په ډیره بې رحمۍ لیږل کیږي.

دلته داسې غريبې جونګړې شته، چې په کلونه یې د نغرۍ په چرګۍ کې ایره نده لیدل شوي.

دلته داسې کورنۍ میشتې دي، چې لا یې هم په څراغ کې تیل نشته، ډيوه یې نه بلیږي او په توره تياره کې تر سهاره د خپل ناروغ زګروي ته شپې صبا کوي.

اختره راځه؛ خو…!!

دلته نړۍ هغه وږې هدیره ده، چې مړښت یې نشته او تل یې په دې پار خوله وازه نیولې وي، چې ګوندې د یو مړي لاش یې څوک په خوله کې ور ګوزار کاندي.

دلته لمر د غم، خفګان او تراژيدۍ داسې تکرار دی، چې هر سهار په راختلو سره د درد څړیکې را ویښې کړي او هر ماښام په تللو کې خوښۍ ټولې کا او توره هیبتناکه تیارې وپاشي.

دلته تش په نوم روڼا هیڅ مانا نه لري، نه پکې د هجران لپاره مهجور خمار شته او نه پکې د وصال لپاره مسرور کیفیت.

دلته د جبر ځواک قانون بلل کیږي.

دلته قانون هغه ړوند انصاف دی، چې همیش لپاره یې د ظالم غاړه له ګلونو ډکه کړې او د مظلوم په غاړه کې د دار مرګونې کړۍ اچولې.

دلته عدل داسې قوي لاس دی، چې تل یې د وږي له ګوتو څخه ډوډۍ تروړلې ده او د مړو په پښو کې یې غورزولې ده.

دلته تهذیب هم داسې بې قیضې اس دی، چې ځواکمن ورباندې سپور ځغلي او کمزوری یې د پښو لاندې رغړي.

دلته نړۍ لکه دوه مخي ډمه، کله چې په یوه سترګه خاندي؛ نو په بله سترګه بیا ژاړې.

دلته انسان بدلیږي را بدلیږي، په یو وخت کې ګل شي او په بل وخت کې اغزۍ.

دلته انسانان په سهار کې لکه سپينه پریښته را پیدا شي؛ خو تر ماښام چې رسي بیا هغه څه تر سره کا لکه تور شیطان.

دلته د پرمختګ قاصد د اور بڅرې او د زهرو ذرې اوروي، دی غواړي، چې د مينې په نوم جوړ شوي کاينات لولپه کړي او د ادم زامن د خپلو عقدو په اور کې وسوځوي او د حوا لوڼه د خپل هوس قرباني کړي.

دلته هر زورور داسې وحشي دی، چې خپل ضمیر یې وژلی او دا لاره د اوصولو مشال ګڼي.

دلته اوصول د زورورو له خواهشاتو جوړ شوی قانون او دوی د دغه قانون غښتلي علمبرداران دي.

دلته کمزوری اواز جرم دی، دا عصر د هغو ملکیت دی، چې خوراک یې دوايي ادم د زامنو هډونه دي، خلافت د هغو میراث دی، چې د خپلو وروڼو په وژنه لاس بري وي، خوښي او راحت د هغو تقدیر دی، چې معصوم عصمتونه لوټلای شي.

نو اختره! پام کوه، چې دا ارمانونه لاهو نکړي او دا اسویلي بې څه ونه ګڼې او دلته د بې خبرۍ له امله ازار وهلی نشي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شاکرجان ډیره مننه ،ډیره شکلی لیکنه دی ښکلی او ډیر مودبانه کلیمان او جملات دی پکی کارولی چه له ډیرو به زه په راتلونکی کی د ریفرنس دپاره کیدی شی وکاروم باور وکړه چه ډیر می خوښ شو او په ډیرو کمو لیکنو کی به می که داسی کوم یو لغات یا جملات لوستلی وی . مګر دا دی به اخر کی باید ارزولی وی چه دا ټول د چا یا څه د لاسه؟ شک نشته چه په دی کی به زمونږ کمزورتیا تر ټولو لمړی اصل او دلیل وی چه مونږ د نورو په خدمت کی د قربانی د… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ښکلې او رښتینې آه ده
دوه ټکی:
نه یوازی ( دلته) بلکه ( هلته) هم.
راتګ ئې اجتناب ناپذیر دی، خو ښه ده چه خپله زموږ دا کوږ حالت ووینی او د خپل لیدلی رپورټ له مخی مو د معاد څرنګوالی تنظیم شی.

masoom
میلمه
masoom

زه په خپل وار سره سم د نن ټکي اسیا کارکوونکو ته او کتوونکو ته او محترم عبدالصمد شاکر ته او ټولو دردیدلو هیواد والو ته او بیا ټول امت مسلمه ته د اختر مبارکی وایم الله دې وکړی چې په صحت روغ او سلامته او خوشحاله اختر ولرۍ پس د مبارکی په دې مضمون کې یو داسې درد نغښتۍ و چې ټولو شتمنو هیوادوالو ته چې د الله پاک له نعمتونو څخه برخمن دی اشاره ورته شوې چې د غریب اولس او د یتیمانو درد احساسوۍ او د حاجتمندو درد احساس سوۍ او درد یې د ځان درد بولۍ… نور لوستل »