fbpx

طالبان د مسکو په کانفرانس کي ګډون کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وال سټریټ ژورنال د اګست پر ۲۰ مه خبر ورکړی چې طالبانو د روسیې رسمي دوعوت منلی او موسکو ته ته روان دي تر څو د افغانستان د سولي په اړه په راتلونکي مهم بین المللي کانفرانس کي برخه واخلي. البته لدې مجلس څخه په اغلب ګومان متحده ایالات حذف شوي دي.

ورځپاڼه کاږي پدې نژدو وختونو کي مسکو په زیاتېدونکې توګه د افغانستان د ۱۷ کلن جنګ په ختمولو کي فعال نقش اخیستی دئ، ځکه مسکو د داعش د خورېدو څخه اندېښنه لري، او هم وايي چي متحده ایالات پدې نه دي توانېدلي چي د افغان کشالې ته سیاسي حل پیدا کړي. د طالبانو دا تصمیم چي د مسکو په کانفرانس کي برخه واخلي په داسي وخت کېږي چي طالبانو خپل دپلوماتیک فعالیت پراخ کړی دئ، او په اغلب ګومان غواړي چي په سیمه کي د رقیبو قدرتونو له رقابت څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان لپاره د جمهور ریس پوتین خاص استازی ښاغلی ضمیر کابلوف وايي چي طالبان د سپټمبر د ۴ مي کانفرانس ته رابلل شوي دي. په مسکو کي افغان سفیر ښاغلی قیوم کوچی وايي چي روسیي دپلوماتانو څو کرته د طالبانو سره خبري کړي دي. هغه علاوه کړه،«دا ښه خبره ده چي روسیې طالبانو ته بلنه ورکړه چي مسکو ته راښي او د افغان حکومت له چارواکو سره خبري وکړي، څو د افغانستان د لانجې لپاره یوه د حللاره پیدا ښي.»

وال سټریټ ژورنال وايي روسیې پخوا هم د افغانستان په باره کي څو کانفرانسونه دایر کړي ول،‌ خو دا لومړی ځل دئ چي طالبان رسما ور دعوت وي. ټاکل سوې ده چي چین، هند، پاکستان، او ایران به پدې کانفرانس کي ګډون وکړي. تېره میاشت،‌ طالبانو د متحده ایالاتو د ټاپ دپلوماتي مېرمن ایلس ویلز سره په قطر کي خبري وکړې.

ورځپاڼه وايي د مسکو ملاقات به د افغان حکومت ته د دې فرصت ورکړي چي د طالبانو د قطر له دفتر سره په عامه او دپلوماتیکه فضا کي خبري وکړي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي د دې دپلومایتکو هلو ځلو یو هدف دا دی چي په افغانستان کي‌ اوربند قایم شي. فقط څه وخت مخکي، روسیې او امریکا د افغانستان په مورد کي همکاري سره کوله، خو پدې وروستیو وختونو کي دواړو طاقتونو پر یو بل باندي د تشدد د زیاتوالي الزامونه لګولي دي.

امریکايي چارواکو مکررا مسکو د طالبانو سره په مرسته تورن کړی دئ،‌ خو مسکو دا تورونه په کلکه ردوي. روسیه وايي چي د طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي د پیدا کولو په مقصد منظم تماس لري، او په افغانستان کي د زیاتېدنکي تشدد په باره کي اطلاعات سره تبادله کوي.

د یادونې وړ ده چې مسکو د تېر کال د اپریل په میاشت کي د افغانستان په باب یو کانفرانس دایر کړی وو، د افغانستان په ګډون چین، هند، پاکستان،‌ او مرکزي اسیا جمهوریتونو برخه پکښې اخیستې وه. هغه مهال امریکا د ورتګ بلنه رد کړې وه.

ژباړه او لنډیز: واحد فقیري

سرچینه: وال سټریټ ژورنال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د