په سنګرو کې اختر

شاعر: عبدالقدوس فاتح

خير که تيريـږي نـن بمبـار او پـه چاپو کې أختر
خدای به بيا راولـي د أمـن ورځو شپو کې أختر

چې د ګلاب سپين طالب مخ له مُسکـا وغوړيږي
او ولسـونه يـې کـړي تېر پـه ديدنـو کې أختر

دتور إشغال بلا چې مړه وي، نه وي ډارددښمن
إېله به خوند وکړي عيدګاوو جوماتـو کې أختر

چې بيا تير نکړي څوک أختر مسافر بل وطن کې
او څوک بيا تير نکړي دتور زندان پنجرو کې أختر

إې خپلـواکۍ بانـدې ميـنه زمـا باغـي ضميـره
تا په ما تېر کړ نن د لوړو غرو سـرو کې أختر

أی لـه خپـل مَلْـک نه مهاجـرو أفغانانـو وروڼو
بيا به ټول لمانځو د وطن کلي کوڅـو کې أختر

هغه به ځان ته لري خوند ، خو دامـې هم ومـنه
«فاتحه» بېل خوند لري دا په سنګرو کې أختر

پای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د