تاته نه در تلمه!

سید الهام

چې کرۍ شپه به ناست بیدار وم، تاته نه در تلمه
څومره ناپوه وم، څومره خوار وم، تاته نه در تلمه

درېغه عبث به رانه تل قیمتي شپې رڼېدې
درېغه ځواني مې وه، تیار وم، تاته نه در تلمه

چې څه بلا مې وه په عقل او په توان را ناسته
نه به ستومان وم، نه بېمار وم، تاته نه در تلمه

زه به پخپله بېغورۍ ولې ژړا نه کوم؟
اختیار مې خپل و، هم اوز ګار وم، تاته نه در تلمه

ربه تر ما به لا د ځان دښمنان څوک وي ګڼه؟
الهام” عاجز وم، ګنهګار وم، تاته نه در تلمه”

2018/8/21

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د