زه او ضمیر

سید الهام

له خپل زړه سره اخته یمه په زړه کې
خدایه! سخته شرمینده یمه په زړه کې

تېر ناسم اعمال مې تېر دي نه سمېږي
ته یې سم کړې! ډېر خسته یمه په زړه کې

په ښکاره خوتر ما ښه مسلمان نشته
په بدانو کې هر څه يمه په زړه کې

پټ مې نغښتې عباداتو کې ریا ده
پټ ګمراه یم، پټ خپه یمه په زړه کې

څوک مې پرې دي د تېرې ژبې له واره
چاته ګوته په ماشه یمه په زړه کې

په ښکاره مې هم په ځان پسې در ړنګ کړې
تل دې بس ستا په اسره یمه په زړه کې

ځو روي مې پکې خپل ټول ګناهونه
“الهام” وتی اکثر نه یمه په زړه کې

2018/8/20

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د