
پامپیو د افغان سولې اړوند د ابوظبي ولیعهد محمد بن زاید سره تلیفون کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د متحده عرب اماراتو د ولیعهد محمد بن زاید سره پر تلیفون خبرې کړي او د هغه سره یې د افغانستان او سیمې د سولې، امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي دي.
Today @SecPompeo spoke with @MohamedBinZayed to discuss the importance of supporting a lasting peace in #Afghanistan and promoting security & stability in the region. The leaders affirmed their continued commitment to the strong bilateral relationship between the U.S. & the #UAE. pic.twitter.com/MdvdlTMrRq
— Morgan Ortagus (@statedeptspox) August 21, 2018
بلخوا د امریکا څخه خپرېدونکي مجلې «دې اکاونومیسټ» په خپلې وروستې ګڼې کې ویلي چې پر کابل باندي د خلیجي هیوادونو مقابله ده، دوی په افغانستان کې رول غواړي ترڅو امریکا خوشحاله کړي، خو دوی تر اوسه نه دي توانیدلي چې حتی خپل مشکلات حل کړي.
اکاونومیسټ مجلې د متحده عرب اماراتو او قطر هیواد هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د ناټو په وروستۍ غونډه کې يې کړي وي او زیاته کړې چې امارات خو له مخکې هم په افغانستان کې ۲۰۰ عسکر درلودل او تمه ده چې ډیر ژر د عسکرو شمېر زیات کړي خو د قطر هیواد د عسکرو په اړه هیڅ معلومات نشته.
مجلې د سعودي، امارات، بحرین له لوري د قطر هیواد سره شخړې ته په اشاره ویلي چې خلیجي هیوادونه خپل تر منځ مشکل نه شي حل کولای خو د افغانستان د اولس کلنې جګړې وروسته د سولې په برخه کې مرسته کول غواړي.
د سعودي په اړه د حنیف اتمر هغه قول ته چې دغه هیواد یې د افغانستان په سوله کې محوري بللی وو او د سعودي وروستیو هڅو ته په اشاره د اکاونومیسټ مجلې زیاته کړې چې دوی له یوه اړخه د طالبانو څخه د مشروعیت د سلبولو په خاطر غونډي کوي او له بله اړخه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د وساطت لپاره د طالبانو سره د اړیکو جوړولو کوششونه کوي.
مجلې زیاته کړې چې د امریکا اکثره دیپلوماټان اوس دې پایلې ته رسیدلي چې خلیجي هیوادونه خپل کورني اختلافات نشي حل کولای، نو دوی به د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې په پایښت کې څه کومک وکړای شي؟