افغانستان

حنیف اتمر د طالبانو پر قانع کولو د روسیې مرسته وغوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا له اړخه په نشر شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر په کابل کې د روسیې د سفیر سره لیدنه وکړه او د افغانستان د سولې پر بهیر یې ورسره بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د مسکو د مرستو قدرداني وکړه او له دغه هیواده یې وغوښتل چې پر طالبانو فشار وارد کړي تر څو د افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات وکړي.

نوموړي د روسیې سفیر ته ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیت او نشه توکو کښت او قاچاق ته د طالبانو جګړه ییزو فعالیتونو زمینه برابره کړې ده، که دوی جګړه بس کړي، افغان ځواکونه به د بهرنیو ترهګرو فعالیتونه محدود کړي.

باید وویل شي چې روسیه غواړي په راتلونکو څو ورځو کې (سپتمبر ۴مه) د افغانستان په اړه یوه غونډه را وبلي چې تر اوسه یې په اړه ډیر معلومات نشته خو ویل کیږي چې د طالبانو استازي به هم په دغه غونډه کې ګډون ولري.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي وویل چې په افغانستان کې امنیت د سیمې په ګټه دی، دوی چمتو دي چې د افغانستان په ثبات کې د افغان حکومت سره هر راز همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

ګوډ شیطانه! ته خو لمړۍ له طالبانوسره د سترګو د جنګولو جرآت وکړه بیا د مخامخ خبرو غوښتنه کوه. د امریکې د نه ګډون نه وروسته تاسو هم د تیښتی بهانه لټوۍ. ستاسو دا بې منطقه او مستنکف دریځونه نور هم ستاسو په عدم استقلالیت او سولي ته د نه تمایل باندی د تائيد مهر وهي.

طالبانو ته دی د سیاسی برلاسۍ او تاسو ته د انزوا خواته د ګړندی ګامونو په اخیستلو مبارکي وایم

جميل

دا غنى،اتمر،دوستم،گلببو اونوربگيلان به پاك الله سبحان تعالى نور هم له خپلو بادارانو سره يو زاى ذليله كي إنشاءالله.١٧ كاله مخكي به چا داجرءت كولاى شواى چى دامريكامخالفين دعوت كى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x