افغانستان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې دویمې بریا لپاره ملا تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه شل اوریزو سیالۍ نن ماښام ۷:۳۰ بجې د ایرلینډ به بریډي لوبغالي کې ترسره کیږي.

دغه سیالۍ به د افغانستان په ګټه پېل کیږي، او پر ایرلینډ لوبډلې به یې ځانګړی فشار وي، ځکه چې په تېره لوبه کې د افغانستان لخوا په توپوهنه کې د حضرت الله ځاځي پېل او په توپ اچونه کې د مجیب ځدراڼ تاوونکي توپ اچونو ایرلینډ لوبډله په یو دوه کې کړې ده.

په دغې سیالۍ کې حضرت ځاځي ۷۴ منډې جوړې کړې وې، همدا ډول راشد خان ۳، مجیب الرحمن او افتاب عالم ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د افغانستان لوبډلې د پرلپسې دویمې، او له تېرو سیالیو څخه د اوومې پرلپسې بریا لپاره ملا تړلې، چې ایرلینډ ته ماتې ورکړي او د شل اوریزو سیالیو لړۍ خپله کړي.

تېره سیالۍ کې افغانستان لوبډلې د ځاځي په چټکه توپوهنه او د مجیب او راشد په زړه پورې توپ اچونې ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې په تېرو ۱۶ شل اوریزو سیالیو کې ۱۳ ګټلي چې په نړیواله کچه یې له هرې لوبډلې د بریا اوسط زیات دی.