fbpx

په افغانستان کي د امریکا دایمي جنګ: ولي اوږده جنګونه په امریکایانو کي عام مخالفت نه ایجادوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۷ل): پروفسور تنیشا فضل او پرفسور سارا کریپس د اګسټ پر ۲۰ مه د بین المللي چارو په منل شوې امریکايي مجله، فارن افېرز، کي لیکي: په افغانستان کي د متحده ایالاتو ۱۷ کلن جنګ په بشري او مادي لحاظ ډیر ګران تمام سوی دئ. تر دوه زره زیات امريکايي عسکر وژل سوي، څه د پاسه شل زره ټپیان سوي دي. د ملګرو ملتونو یوه احصاییه وايي چي یوازي د ۲۰۰۹ راهیسي، قریب شل زره ملکي افغانان وژل سوي، او پنځوس زره نور ټپیان سوي دي. متحده ایالات د افغان په جنګ کي قریب یو ټریلیون ډالره مصرف کړي دي. اوس، سوال دا دئ چي ولي د افغان جنګ دونه اوږد سو؟

ځیني مبصرین وايي چي افغانستان فطرتا او ذاتا یو ناکامه دولت دئ. هلته مدام قبایلي او داخلي جنګونه روان وي. په افغانستان کي زیات هیوادونه ښکېل دي. او بالاخره د افغانستان د کشالې حل د خارجیانو په وسه نده پوره. دا د قضیې یو اړخ دئ. مګر د دې قضیې بل حیاتي بعد دا دئ چي د عامو امریکایانو بې تفاوتي دېته اجازه ورکړې ده چي د افغان لانجه همدا شان ادامه ولري.

په دیموکراتیکو ملکونو کي یوه مفکوره دا ده چي سیاسي مشران مجبوره دي د عامو خلګو تقاضاو او غوښتنو ته توجه وکړي، په بل صورت کي رایه ورکونکي هغوی ته بل ځل رایه نه ورکوي. د دې خبري معنی دا ده چي سیاستوال باید په جامعه کي د جنګ سره مخالفت ته پام وکړي، او لهذا دایمي جنګونه دوام نه سي پیدا کولای. خو د افغان له جنګ سره د عامو امریکایانو چلن او برخورد دا ښيي چي هغوی یا همدا حالت جاري غواړي، او یا د افغان کشالې په اړه مبهم نظریات لري. د عامه افکارو یوه سروې وايي چي یوازي ۲۳٪ فیصده امریکایان باور لري چي امریکا په افغانستان کي برنده ده. ۳۷ ٪ فیصده امریکایان د عسکرو د راکمولو طرفداره دي. ۱۹٪ فیصده پدې باره کي اصلا هیڅ نظر نه لري. بله سروې ښيي چي ۷۱٪ فیصده امریکایان باور لري چي د امریکايي عسکرو یو دم راایستل به یوه خلا ایجاده کاندي،‌ او داعش او نورو تروریسټي ډلو ته به اجازه ورکړي چي په افغانستان کي خپل فعالیتونه پراخ کاندي. که څه هم امریکایان افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو په اړه شوقي نه دي، خو د راوتلو لپاره ئې سوي نارې او چیغي هم نه وهي.

مګر امریکایانو د ویتنام د جنګ سره کلک مخالفت کاوه. په لکهاوو امریکایانو به په واشنګټن او نیویارک کي شدید او جذباتي اعتراضونه کول. د ویتنام د جنګ پر ضد مظاهرو په عامو امریکایانو کي ډیر پلویان لرل. په اخرو کلونو کي قریب ۶۰٪ فیصده امریکایانو د ویتنام له جنګ سره مخالفت کاوه.

اوس ټولو مورخینو دا منلې ده چي د ویتنام له جنګ سره د عامو امریکایانو مخالفت د هغه جنګ اختتام چټک کړ. خو برعکس د افغانستان د جنګ د ختمولو په اړه امریکایانو پر خپلو سیاستوالو باندي کوم محسوس فشار نه دئ اچولی، حال دا چي ډیر کم امریکایان باور لري چي د افغان جګړه به وګټل سي. اما هیڅوک مظاهرې نه کوي.

دا ولي؟

اول، په امریکا کي د افغان جګړې پر ضد عمومي اعتراضونه کم دي، او دا ځکه چي امریکایان نور په جنګ نه شخصي، نه مالي،‌ او نه هم حقوقي ښکېل دي. یو علت دا دئ چي د امریکا اوسني بېشماره جنګونه غیر رسمي دي، او د عامو خلګو له سترګو څخه نیام دي. د امریکا حکومتونه کوښښ کوي چي د جنګونو په اړه بین المللي معاهدې لاسلیک نه کړي. د دوهم جنګ راهیسي، متحده ایالاتو بیا رسما د یو ملک پر خلاف هم جنګ نه دئ اعلام کړئ. د امریکا د اساسي قانون سره مطابق، کانګرس د افغانستان پر خلاف جنګ نه دئ اعلام کړئ، بلکي یوه داسي لایحه ئې تصویب کړې ده چي نظامي عملیاتو ته اجازه ورکوي. لنډه دا چي نن سبا غیر رسمي جنګونو ته په اساني سره عادي جلوه ور کول کېږي، او د خلګو له سترګو پټ ساتل کېږي.

دوهم، اکثرو امریکایانو ته نور د جنګ فزیکي او شخصي تاوان نه رسېږي. د امریکا فوج رضاکارانه دئ. نن ورځ له هرو ۲۰۰ امریکایانو څخه فقط یو کس په اردو کي خدمت کوي. د امریکا نننی نسل د جنګ له فزیکي او شخصي تاوانونو څخه بېخي لیري دئ.

درېیم، په جنګونو کي د تلفاتو ماهیت بدل سوی دئ. د امریکا په اردو کي اوس د عسکرو تر مرګ ټپي کېدل زیات دي. د افغانستان په جنګ کي د لسو تنو امریکايي زخمیانو په مقابل کي صرف یو تن وژل کېږي. ميډیا او مطبوعات عموما پر وژلو سویو کسانو باندي تمرکز کوي، خو ټپیان نه ښودل کېږي.

بالاخره،‌ اوسني جنګونه د پخوانیو جګړو بر خلاف پر امریکایانو باندي مستقیما اقتصادي اثر نه لري. د ویتنام د جنګ تر وخته پوري متحده ایالاتو پر امریکایانو باندي جنګي مالیات حواله کول. او په نتیجه کي امریکایانو د جنګ قیمت او تاوان احساساوه. کله چي به امریکایانو دا احساس کړه چي د جنګ شخصي او اقتصادي قیمت نور د زغم نه دی، هغوی به د جنګ د ختمولو لپاره پر خپلو سیاستوالو باندي فشار اچوی. کله چی په ۱۹۶۸ کي د ویتنام د جنګ د تمویل لپاره مالیات زیات سول، په میلونهاوو امریکایانو اعتراضونه پیل کړل. د رسمي احصاییو پر اساس، د افغانستان د جنګ قیمت قریب ۸۰۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی دئ، او هر کال قریب ۴۵ ميلیارډه ډالره مصرف لري. دمګړی د افغانستان د جنګ د قیمت بار د امریکایانو پر اوږو باندي نه دئ، ځکه د جنګ قیمت او مصرف پر ملي قرض او کسر باندي اضافه کېږي.

په پای کي، د امریکا ابدي جنګونه به داسي ژر ختم نه سي. ځکه تر څو پوري چي عامه خلګ د جنګ له مالي او ځاني خطرونو سره نه وي مخامخ سوي، هغوی به چندان د جنګ د ژې ختمولو لپاره پر خپلو سیاستوالو باندي فشار وا نه چوي، او نه به هم د جنګي مصارفو او قرضونو په باره کي د هغوی سره حساب او کتاب وکړي. دغه راز، پرته له ولسي فشار څخه به کانګرس چندان پدې اړه اقدام و نه کړي. لهذا، دایمي او ابدي جنګونه به استثنا نه وي، بلکي قاعده به وي.

ژباړه او لنډیز: واحد فقیري

سرچینه: فارن افییرز مجله 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د