fbpx

هند له انګلستان څخه د دوه پرلپسې ماتو وروسته خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان ترمنځ په درېیمه ټیسټ سیالۍ کې هند لوبډلې له دوه پرلپسې سختو ماتو وروسته بالاخره ستره بریا خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې د هند لوبډلې مشر ویرات کوهلي مسوولانه او په زړه پورې لوبه ترسره کړه، چې په یوه پاڼۍ کې یې ۹۷ او په بله کې یې ۱۰۳ منډې جوړې کړې، له بل پلوه هاردیک پانډیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په لومړۍ پاڼۍ کې هند لوبډلې ۳۲۹ او انګلستان لوبډلې ۱۶۱ منډې جوړې کړې، په ځواب کې یو ځل بیا هند لوبډله ښه وځلیده، د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۵۲ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۵۲۱ منډو هدف وټاکه.

انګلستان د تېر په څېر بیا خپل تکړه لوبغاړي له لاسه ورکړل چې هدف پوره کول ورته ستونزمن شول، د ټاکلي هدف پر وړاندې یې ۳۱۷ منډې جوړې کړې او د ۲۰۳ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې په تېرو دوو ټیسټ سیالیو کې انګلستان هند لوبډلې ته سختې ماتې ورکړې وې، چې بالاخره هند بریا خپله کړه او په سیریز مکې یې له ماتې څخه ځان وژغوره.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د