fbpx

افغانستان لپاره د امریکا نوی ټاکل کېدونکی استازی به د پاکستان لپاره سرخوږی وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت سرچينو ويلي، چې د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو افغان نژاد امريکايي ديپلومات زلمی خليلزاد افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ټاکي.

خليلزاد په افغانستان کې پيدا شوی، خو زده‌کړې او سياسي ژوند يې په امریکا کې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره کړی دی.

نوموړي په تېرو اوولسو کلونو کې افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفير په توګه دندې ترسره کړي او امریکا اوس يو ځل بيا پرېکړه کړې، چې  خليلزاد د افغانستان روانې اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا خاص استازی وګوماري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي. سپينې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کړې ده.

خليلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ افغانستان لپاره د امریکا سفير و، د خپل ډيپلوماټيک ماموريت پر مهال يې د افغانستان اساسي قانون په جوړېدو کې ډېره ونډه درلوده او له پاکستان سره يې اړيکې ترينګلې وې.

د امریکا او افغانستان په استازولۍ به يې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې کولې او په خپل وروستي يادښت کې يې هم ليکلي و، چې پاکستان خو امریکا د خپلو ګټو په موخه جوړ کړی و او اوس دغه موخې پوره شوي دي.

خليلزاد له افغانستانه د تلو پر مهال په خپل يادښت کې ليکلي و: «زه نه پوهېږم، چې د پاکستان لکونو پوځ او اټومي ځواک پاتې کېدل په څه معنا؟»

اوس، چې نوموړی يو ځل بيا افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل کېږي، دې سره به يو ځل بيا د هغه او پاکستان اړيکې ترينګلې وي، چې له امله به يې له اسلام اباد سره د کابل او واشنګټن اړيکې نورې هم ترينګلې شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دى او غنى د يوه ماشين او يوى عقيدى محصولات دي