fbpx

د داعش مشر ابوبکر البغدادي نوی غږیږ پيغام خپور کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي نوی پیغام خپور شوی.

نوموړي ته منسوب دغه غږیږ پيغام د داعش «الفرقان» رسنیزې موسسې خپور کړی دی.

د نوموړي پیغام د غربي او عربي رسنیو د هغو ادعاو یو کال وروسته خپریږي چې کله یې نوموړی وژل شوی او کله یې ټپی شوی بللی و.

د بغدادي نوی پيغام د «وبشر الصابرین» په نامه سره نشر شوی، په کوم کې چې نوموړي یو ساعت خبري کړي او خپلو اتباعو ته یې د صبر او ثبات تلقین کړی دی.

نوموړي ویلي «مجاهدینو ته د بریا او ناکامۍ معیار د ښارونو سقوط او فتحه نه ده».

بغدادي همداراز په عراق، شام، یمن، سیناء، خراسان، لیبیا، افریقیا، قوقاز، شرق آسیا، منځنۍ اسیا چې نوموړی یې د خپل خلافت ولایتونه بولي، پر اتباعو غږ کړی چې وسلې اوچتي کړئ د داعش تر څنګ وجنګیږئ.

نوموړي ویلي چې په سوریه او عراق کې د داعش ماتې او له ښارونو څخه وتل ددې په معنی نه دی چی داعش ختم سو.

بغدادي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل اتباعو ته امر کړی چې ډزي وکړئ، خلک په چړو او موټرو ووهئ، چاودني وکړئ، ځکه چې دغسي هر یو برید په سوریه او عراق کې تر زرو بریدونو بهتره دی.

نوموړي د خپلو اتباعو څخه غوښتنه کړې چې هر ملحد، کافر او بی دینه کس دي ووژني.

بغدادي د سعودي او بحرین هیوادونو د ولسونو څخه غوښتي چې د خپلو پاچاهانو پر خلاف دي پاڅون وکړي، ځکه چې هغوی په هیواد کې د بیدینۍ خپرولو ته کار ویلي او د اهل سنت والجماعت پر خلاف یې مټې را بډوهلي دي.

نوموړي همداراز پر سعودي انتقاد کړی چې ولي امریکایانو سره مالي مرسته کوي.

نوموړي ویلي چې اوس امریکا هغه پخوانی هیبت نه لري، اوس یې ایران، روسیه او حتی شمالي کوریا پر ضد ډغرې وهي.

د ترکیې او امریکې تر منځ وروستیو شخړو ته په اشاره یې هم ویلي چې امریکا اوس هغه پخوانی نفوذ او قوت نه لري کوم چې يې مخکي لره.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

دا مو اورېدلی دی چي: پوښتنه وسوه چي بې ادبی دی له چا نه زده کړه ځواب ورکړه شو چي له بې ادبانو څخه. که پوښتنه وسی چي رښتینی اسلامی ایمان دی له چا نه زده کړ ځواب به ورکړه شی چي د اسلام له رښتینو دښمنانو څخه. د یوولسم ځل لپاره عرض کوم چي: موږ د ارباب له هغه سپی څخه ګیله نلرو کوم چي زموږ پایڅې ئې راڅیرلی دی بلکه زموږ ګیله له هغه ارباب څخه ده کوم چي دا څیرونکی سپیان ئې روزلی څو زموږ ټوله مادی او معنوی هستی را څیری کی. دابه ناممکنه وی چي… نور لوستل »