fbpx

د طالب مشر تابه د سږني پیغام استثنائي امتیازات

شاهد (غزنیوال)

د تیر په څیر د سږني لوی اختر په مناسبت هم د طالبانو مشر خپل اختریز پیغام صادر او په ترڅ کې یې د هیواد د وروستیو پیښو په اړه خپل دریځ څرګند کړ.

هغه څه چې سږنی پیغام ته پر نورو هغو امتیاز وربښي هغه دا چې په سږني پیغام کې د هیواد ، د داخلي او بهرني سیاست په یولړ اهمو موضوعاتو په خورا جدیت او وضاحت سره غبرګون ښودل شوی دی.

همدا راز په یاد پیغام کې ځینو داسې موضوعاتو ته چې د هغو په اړه د طالبانو رسمي دریځ نه دی اعلان شوی توضیحي اشارې شوې دي.

د بیلګې په توګه په افغانستان کې د روانې انتخاباتې پروسې په اړه چې تر اوسه پوري طالبانو د هغې په اړه څه نه دې ویلې مګر په یاد پیغام کې هغه له فضاحتونو او فساده ډکه پروسه بلل شوې او په اړه یې داسې وضاحت شوی دی:

(( اوس چې یې د راتلونکي واکمنۍ لپاره بیا د ټاکنو په نوم کومه پروسه پیل کړې هغه له دومره فضاحتونو او فساد څخه ډکه ده چې حتی خپله د دې فاسد حکومت غړي یې د ترسره کیدو امکانات ناشوني بولي. ))

همدا راز له تر کیې څخه د جنرال دوستم تر برګشت وروسته د هغه لخوا د ۳۵ سیاسي جریانونو د سیاسي ایتلاف په اړه چې طالبانو يي هغه مهال په اړه کوم غبر ګون نه و ښودلی په یاد پیغام کې هغه د هیواد د تجزیې هڅه بلل شوې او په اړه یې داسې ویل شوي:

(( … د مقاومت د کمزوري کولو لپاره د ځينو فتنه اچونکو او بي مهاره توپکوالو په راپیدا کولو، د علماوو په نوم مذهبي غونډو دائرولو، د پرلتي حرکت په نوم د ځیني ساده ګانو تیر ایستلو او د ولس او هیواد ویشنې په غرض یې په اصطلاح د سیاسي ګوندونو په نوم د تنظیمي، قومي، اوسمتي ملحوظاتو پر اساس د ایتلافونو جوړولو هڅې پیل کړې او یا يې زمینه سازي ورته کړی ده.))

د محتوی له لحاظه په یاد پیغام کې پر لاندې پنځو نقطو تر کیز شوی دی :

(1) له امریکایانو سره مذاکراتي بهیر

(2) په کابل، مکه مکرمه او جده کې وروستۍ غونډې

(3) د امریکایانو لخوا په جګړه کې د نورو هیوادونو ښکیلتیا

(4) ولسي ښیرازه

(5) طالب مسؤلینوته سپارښتنې

په پورتنیو نقطو سر بیره په کابل او سعودي عربستان کې د علماوو په نوم جوړو شویوغونډو په اړه په خورا جدیت او قاطعیت سره غبرګون ښودل شوی او کومې پریکړې چې دیادو غونډو لخوا په افغانستان کې د امریکایانو خلاف مقاومت په اړه صادرې شوې د قراني صریحو نصوصو په ارائه کولو سره ورته ځواب ویل شوی او د هغوي په رڼا کې یادې پریکړې باطلې بلل شوې.

په دې اړه د پیغام په یوه برخه کې داسې وضاحت شوی دی :

((د علماوو په نوم د دې پریکړې له صادروونکو ښاغلیو زه دا پوښتنه لرم چې:

آیا تاسو د افغانستان پر حریم د هغه یرغل په اړه کوم چې د امریکا د وخت ولسمشر بوش لخوا د صلیبي جګړې ترعنوان لاندې پیل شو معلومات لرئ او که يې نه لرئ؟

که پر افغانستان د بوش د صلیبي یرغل په اړه اساسا معلومات نه لرئ او په لاعلمي سره مو د هغه په مقابل کې د افغان ولس پر شرعي جهاد د ناروا والي پریکړه کړې وي دا د (محکوم به) په اړه ستاسي پر نا خبري دلالت کوي چې له شرعي او علمي اړخه باطل کاردی.

او که دا علم لرئ چې پرافغانستان امریکايي یرغل شوی او د دې علم باوجود د یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو جهادي مقاومت ناروا بولئ (والعیاذ بالله) بیا تاسو دا پریکړه د دغو صریحو قرآني ایتونو په رڼا کې له شرعي او علمي اړخه څرنګه توجیه کوئ؟

(۱): وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (۱۹۰) البقره.

(۲): … فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (۱۹۴) البقرة.

(۳): وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّـهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ( ١١٣) هود

تاسو د کوم استدلال له مخې په افغانستان کې د اشغالګرو خلاف روان جهاد بین الافغاني جګړه بولئ؟

که ستاسي د منطق پراساس هغه بین الافغاني جګړه وي بیا تاسو د دې مقاومت په مقابل کې د امریکايي جنرال نیکولس پوځي قیادت او د هغه تر مشرۍ لاندې د لسګونو زره محاربو عسکرو جنګیدل څرنګه تعبیروئ؟

زه د علماوو په نوم د دې پریکړې صادروونکو ښاغلیو ته وایم چې په افغانستان کې د محاربو کافرانو په وړاندې روان فرض عین جهاد د افغانستان د اهل حق علماوو تر شرعي قیادت لاندې پرمخ بیول کیږي، دا چې امریکا او ناټو له خپل ټول زور او ځواک سره د دې جهاد له مقابلې څخه عاجزه ده، اساسي لامل یې د دې جهاد حقانیت، شرعي نصوصو ته د مجاهدینو انقیاد او د هغو تنفیذ ته د مجاهدینو ژمنتیا ده.

زه پوهیږم چې تاسو نه پر افغانستان د بوش له صلیبي یرغله ناخبر یاستئ او نه هم د مسلمانانو په توګه د صریحو قرآنی ایتونو خلاف عقیده لرئ ، بلکې دا پریکړه مو د مادي مجبوریت له مخې کړې، نو له الله تعالی څخه و ویریږئ او له هغه ذاته وغواړئ چې له دې مجبوریته نجات درکړي تر څو د صریحو قرآني ایتونو خلاف د اجرتي وسیلو په حیث ونه کارول شئ.))

همدا راز په پیغام کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو لخوا سعودي چارواکو ته داسې توصیې شوې چې مفهوم او هدف یې دهغوی منتبه کول او د شرعي ایجاباتو له مخې د اشغالګرو په خلاف روان مقاومت کې دهغوی لخوا د افغان مسلمان ولس حمایت کول دي.

په پیغام کې د قطر او متحده عرب امارات هیوادونو ته هم سپارښتنه شوې چې د ناټو او امریکا په دستور افغانستان ته خپل پوځیان ونه راولیږي ؛ ځکه د امریکایانو دا غوښتنه له هغوی څخه د افغانستان د جګړې ګټلو په نیت نه ؛ بلکې د افغانستان په لانجه کې د هغوی د ښکیلولو لپاره تر سره کیږي چې دا به په امنیتي او اقتصادي لحاظ د یادو هیوادونو لپاره ناوړې اغیزې ولري.

نتیجه :

د طالب مشر له پیغام څخه دا جوتیږي چې نوموړی د هیواد ټول پوځي او سیاسي جریانات او ورځنۍ پیښې په ډیر دقت څارې او د ځینو هغو مواقفو او پریکړو په اړه چې په افغانستان کې د روان جهاد په اړه صادریږي هغه که د اسلامي کنفرانس په کچه د مهم مذهبي سازمان لخوا او که د علماوو په نوم مذهبي اشخاصو لخوا وي په علمي او مذهبي استدلال ولاړمنطق ورته په خپل وخت غبرګون ښيي.

له امریکایانو سره روان مذاکراتي بهیر یې تر سترګولاندې او د ګډ حکومت ګډوډ وضعیت هم ښه ورته معلوم دی.

خو نوموړی د خپلې واکمنۍ په ساحه کې طالب چارواکي له ولس سره په ښه چال چلند مأموروي …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د