fbpx

آیا نړۍ ړنده او ګونګۍ ده؟؟

ابو یاسر افغان

نني دور کې دا معمول ګرځیدلی کله چې د نړۍ په کوم هیواد یا سیمه کې یو یهودي یا نصراني ووژل شي نو د امریکا او اروپا په ګډون ټوله نړۍ را وپاریږي، ملګري ملتونه سمدستي د دوی په اصطلاح د دغې ظالمانه؟! پېښې د پلټنو امر وکړي او د پېښې د عاملینو د نه نیولو او امریکا اسرائیلو ته د هغوی د نه سپارلو په جرم په یاد هیواد قوي اقتصادي بندیزونه لګیږي او په اصطلاح د بشر د حقوقو نړیوال سازمانونه، د ملګرو ملتونو اداره د جنګي جرمونو د څېړنې نړیوال محکمه، امریکا او ناټو په یو اواز دا پېښه یو بشري ناورین ګڼي او عاملینو ته یي د کلکې سزا تعهد کوي!!

دا به مو هم اوریدلي وي چې په کوم اروپایي یا امریکایي هیواد کې زلزله یا کومه بله طبیعي پېښه وشي او د ګوتو په شمېر کفار په کې مړۀ شي، نو د ټولې نړۍ څخه د خواخوږئ او همدردۍ پیغامونه خپاره شي، سمدستي نړیوالې ټولنې او د ګڼ شمېر حکومتونو کومکي ټیمونه هغه سیمي ته د میلیونونو ډالرو نغدي او غیر نغدي مرستو سره ورحاضر شي او په اونیو اونیو ړ نړیوالو خبرونو سرټکی او د بحث وړ موضوع همدا وي چې په پلاني ځای کې لس یا شل تنه یهودیان، هندوان یا نصرانیان د زلزلې یا کومې بلې طبیعي پېښې په ترڅ کې ووژل شول!!

لنډه دا چې د کفارو د سپي، پبشو، اېږ، فیل، انسان او حیوان د مرګ غمرازي کیږي او د نړیوالو خبرونو سرټکی جوړیږي، خو دا لسیزي وشوې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هره ورځ زرګونه مسلمانان د وحشي کفارو په وحشیانه بمبارونو، حملو، میزایلو، هاوانونو او چاپو کې په شهادت رسیږي، خو نه نړيوال غږ پورته کوي، نه بشري سازمانونه جدي اقدام کوي او نه هم د دې سترو فرعوني جنایاتونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کیږي، نه پوهیږو چې دغه حالت نړیوالو ته ښکاري نه، د مسلمانانو د ښځو، ماشومانو او آن حیواناتو هغه سوې کړیکي او فریادونه دوی اوري نه او که د دې نړیوالو خولې د دغه حالت بیانولو څخه ګونګي شوي دي؟!!

تر اوسه به مو نه وي اوریدلي چې د نړۍ په کومه برخه کې دې کوم یهودي تن زنداني شوی وي، خو بالمقابل د نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کې، که هغه کفري دي یا اسلامي؟ میلیونونه مسلمانان، ښځې، ماشومان، سپین ګیري او مریضان د ایمان او اسلام په جرم د اسارت شپې تیروي او شکنجې ورکول کیږي، چې د هیومن رائټس واچ او ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان سترګې ړندې دي او که خولې یې ګونګي دي او یا که دا هر څه ګوري خو څه غبرګون ځکه نه ښایي چې پر دغه ظلم او وحشت، فرعونیت او حیوانیت دوی هم راضي دي؟؟!!

ډېره عجیبه ده چې په امریکا یا اروپا کې دې یو یهودي یا نصراني کافر د کوم چا لخوا د چاقو یا برچې په وسیله زخمي شي نو د نړیوالو رسنیو د سرټکی دی وګرځي، خو دا هره ورځ او شپه دې په عراق، فلسطین، سوریه او افغانستان کې د یهودیانو په درنو بمباریو کې زرګونه تنه د بارودو په اور لو لپه کیږي، جوړ هیوادونه دې په کنډوالو بدلیږي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې په کې استعمالیږي، خو نړۍ دې پرې د خاموشۍ روژه نیولي وي چې اخر دا ولې؟؟ آیا ملګري ملتونه یوه خپلواکه نړیواله اداره ده او که د امریکا نانځکه؟؟!!

دا څنګه انصاف دی چې اسرائیل او امریکا دې د فلسطین څخه پر اسرائیلو د یو توغول شوي توغندي په ځواب کې لس او شل ورځې مسلسل بمونه وروي، سلګونه فلسطینیان دې په شهادت رسوي، دې وحشت ته دې د اسرائیلو له ځانه د دفاع حق ویل کیږي، خو پر عراق، سوریه، افغانستان، صومالیا او… د امریکا او نړیوال کفر د کلونو کلونو خونړۍ بمبارۍ په خلاف په دغو هیوادونو کې د کوم کمزوري مسلمان د خولې څخه د خپ راوتلي الجهاد ناره دې تروریزم او د نړۍ امن ته ګواښ بلل کیږي!! خو د امریکا او د امریکا د متحدینو درنې بمبارۍ او عام وژنې دې د سولې هڅې او نړۍ ته د امن راوستلو کوششونه یادیږي؟؟ نه پوهیږم چې انسانیت له منځه تللی او که نړۍ ګونګه ده چې د نړۍ د امن تباه کوونکي کفار د بشریت ژغورونکي یادوي، خو دا هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د زرګونو مسلمانانو په شهادت دې ګونګه خولۀ وي؟؟!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د