ایا د ټرمپ ستراتیژي ریښتیا په افغانستان کې بریالۍ ده؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ ستراتیژي د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي چې یادې ستراتیژي په افغانستان کې حالات بدل کړي او د هغې عملي کولو د افغانستان او په عمومي ډول د سیمې پر وضعیت مثبت اغېز کړی دی.

جنرال نیکولسن دا څرګندونې د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله په پنټاګان کې له خبریالانو سره کړې او د ده په خبره ، د ټرمپ ستراتېژۍ محوري ټکی پر سیاسي روغه جوړه ټینګار دی چې د سولې خبرو ته د طالبانو غبرګون د دې ستراتېژۍ د بریالیتوب نښه ده.

په افغانستان کې د امریکایانو موهوم بریالیتوب او واقعي شکست له جنرال ډیویډ پټروس نه نیولې تر جنرال ستانلي مکرستال او بیا اوسني جنرال نیکولسن پوري ټول د هغوی د ماتي خوړلیو جنرالانو د غیر واقعي او ناسمو ادعاوو محصول ده چې تل یې سپینه ماڼۍ او پنټاګان د ناسمو معلوماتو په ورکولو سره تیر ایستلي او ستونزو کې راګیر کړي دي.

د ټرمپ ستراتیژي د اعلان له لومړۍ ورځې راهیسي سره له دې چې امریکايي جنرالانو د هغې په پلي کولو کې د پوځي زور آزمايي او بمباري په تشدید کې خپل هیڅ راز وحشت نه دی سپمولی مګر په پوځي او امنیتي لحاظ یې د وضعیت په تغیر کې هیڅ مثبت تغیر نه دی لرلی.

ځکه د همدې ستراتیژي د تنفیذ په جریان کې خپله د سیګار په اعتراف د طالبانو د حاکمیت ساحه تر نیمايي افغانستان واوښته ، او همدا راز د هغې د تطبیق په مهال د ولایتونو پرمراکزو د محاصرې کړۍ تنګه او د سقوط احتمال یې زیات شو.

فراه او غزني عملا د همدې ستراتیژي په مهال د طالبانو په لاس سقوط وکړ او روزګان، دای کونډې ، فاریاب، او قندوز عملا د سقوط په درشل کې دي.

همداراز د یادې ستراتیژي د تنفیذ په مهال په خوست، لوګر، ننګرهار، کاپیسا، پروان، هلمند ، روزګان، فراه او یو شمیر نورو ولایتونو کې د امریکايي بمباریو له امله د ولسي مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت زیاته او امنیتي وضعیت د کابل په مرکز کې داسې تر ګواښ لاندې دی چې خپله نیکولسن له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې په دې اعتراف کړی چې دوی د ناټو له قومنداني او امریکايي سفارته تر هوايي ډګر پوري د امنیتي ملحوظاتو له مخې په الوتکو کې تګ راتګ کوي.

د همدې ستراتیژي د ناوړو اغیزو له امله د ګډ حکومت پارلمان او مشرانو جرګې ډیری غړي له امریکا سره د کړي تړون د لغو کولو غوښتنه کوي او په افغانستان کې د شته ناخوالو ټوله پړه پر امریکايي ځواکونو ور اچوي.

سړی نه پوهیږي چې جنرال نیکولسن د ټرمپ ستراتیژي په کومه برخه کې بریالۍ بولي او د افغانانو د ژوند په کومه برخه کې یې د هغې مؤثریت لیدلی دی؟

که نیکولسن د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ مذاکرات د یادې ستراتیژي اغیز بولي، په هغه کې ښايي د ده معلومات نیمګړې وي ؛ ځکه چې یاد مذاکرات خپله د سپینې ماڼۍ په وړاندیز تر سره شوې نه د طالبانو په غوښتنه.