fbpx

مرييتوب څنګه رامنځ ته سو او څنګه له منځه ولاړ؟

عبدالمالک همت

دوو چارو د مرييتوب نظام را منځ ته کړ. يو: اضافي کار، او بل د يوه تن د ژوندانه تر لګښتونو د هغه د کار د ارزښت زياتوب. د توليد د وسايلو د بشپړتيا سره چي د صنعت د پرمختګ پايله ده، کرني او مالدارۍ پراختيا وموندل او دې چاري سربېره پر دې چي اضافي کار يې را منځ ته کړ، ممکنه يې کړه چي د يوه تن د کار يېبره ( محصول) د هغه د ژوندانه له لګښتونو څخه زيات سي. د انسان د ژوندانه په دې پېر کي وو چي فاتحو او برياليو وګړو اسيران کار ته وګومارل او د هغو د لاس د ګټي اضافي برخه يې د ځان کړه. په دې ډول  په ښاري ژوند کي نوى فصل پرانيستل سو، يعني: د قبايلو غټان او ملکيتونه رامنځ ته سول او بالاخره مرييتوب او مريي ساتل پيل سول.

په دې توګه د بشر د ژوندانه په ډېرو پخوانيو مهالونو کي مرييتوب او مريى لرل رامنځ ته سول. د بېلګې په توګه په ” کوتي“ ټولنه کي د مريانو زبېښاک دود سو. په سومري(۱) او اکدي(۲) ټولنو کي هم له مريانو څخه ګټه ترلاسه کېدل. او د اکدي لړۍ په دوهمه نيمايي کي د مريانو زبېښاک شدت وموند. د کاسيانو(۳) په واکمني کي هم مرييتوب په بشپړه توګه دود وو. آشوريانو چي يو ډول جنګي ټولنه يې درلوده له جنګي مريانو څخه ډېره ګته اخيستل. د روم او يونان په ټولنو کي هم مريي درلودل په رسميت پېژندلي حقوق وه. لکه چي افلاطون او ارسطو مريي درلودل روا ګڼل. وايي چي افلاطون له مريانو څخه دونه بد وړل چي د مريي د لفظ له ويلو څخه به يې ډډه کول. او د آتن دموکراتان يې غندل چي ولي د مرييتوب د له منځه وړلو له غورځنګ څخه ملاتړ کوي. په ځينو ټولنو کي د مريانو سره تر حد تېري غير انساني کړني کېدلې. د بېلګې په توګه تر اسلام دمخه عربو خپلي مينځي زنا ته اړايستلې. (۴).

له پورتنيو خبرو څخه زموږ موخه داده چي په لرغوني مصر کي له مرييتوب څخه بحث وکړو او د يهودي مريانو د ژغورني په هکله د موسى عليه السلام هلي ځلي څرګندي کړو او بيا وګورو چي د اسلام مبارک دين د مرييتوب د له منځه وړلو لپاره څنګه اقدامات وکړل، خو د اسلام دښمنانو په دې هکله کوم جنايات ترسره کړي دي.

په لرغوني مصر کي غالب حق درلود چي مغلوب مريى کړي. هر چا چي به جنګي اسير د کار وړ او ګټور وباله مريى کاوه به يې. د مصر له لرغوني تاريخ څخه پاته ودانۍ د مرييتوب له يوه منظم او پرمختللي نظام څخه يادوني کوي. او د دې ودانيو سترتوب هم د مريي لرونکو پر سخت زړه توب دلالت کوي.

تر ميلاد دمخه په څلورمه زريزه کي د فرعونانو له څلورمي کورنۍ څخه درې فرعونه د خئوپس(Cheops) ، خِفرِن(Chephren)او مسرين (Myccrinus) په نومونو واکمن وه، چي له دوى څخه په دغو نومونو درې هرمه پاته دي او دا هرمونه د لرغوني نړۍ له تر ټولو سترو بناوو څخه ګڼل کيږي.

د ” خئوپس “ هرم چي د دوو نورو ترڅنګ د ”جيزه “ په سيمه کي د”ممفيس“ په شمال کي جوړ سوى دى، همدا اوس سره له دې چي د مهالونو په تېرېدوسره يې د باد، تودوښي او لندبل د اغېزو له امله څه اوږدوالي له لاسه هم ورکړى دى، (١٣٧) متره اوږد دى. د موربي ضلعي اوږدوالى يې ٢٢٧متره دى او دروندوالى يې ٠٠٠/ ٨٨٣/ ٤ ټنه اټکل سوى دى.

” خِفرِن “ هرم تر” خئوپس “ څه کوچنى دى او (١٣٦) متره اوږد دى. او ” ميسرين “ هرم سره د دې چي تر نورو دوو هرمو کوچنى دى، د مصر تر نورو هرمونو غټ دى. بايد وويل سي چي په مصر کي نژدې اتيا هرمه سته. د دغو هرمونو ټولي غټي ډبري د هغو بېچاره او اسکېرلو مريانو پر اوږدو هلته وړل سوي دي چي په جګړو کي له خپلو کورنيو او خپلوانو څخه بېل سوي وه. دغه بې معنا قبرونه او دغه د ډېرو غټو غونډيو ډبري هغه مهال يوه پربله ايښوول سوي دي چي د انجنيرۍ زده کړي نوي پيل سوي وې. د دې هرمونو د کار په پاى کي مصريان دونه مسکينان سول چي تا به ويل تازه له يوې سختي او اوږدې جګړې څخه وزګار سوي دي.

وايي چي د ” خئوپس “ هرم پر جوړولو باندي د ورځي درو لکو کارګرو تر دېرشو کالو کار وکړ. په زرګونو مظلومو مريانو د دې فرعوني ودانيو په کار کي خپل ځانونه له لاسه ورکړل. د ډبرو دغه جګي غونډۍ موږ ته د فرعونانو له قساوت او ظلمونو پرته نور څه راښيي؟ (۵).

د مصر تاريخ د واکمنو له څلورمي کورنۍ څخه د شپنو (هيکسوس) واکمنو د ولکې تر مهاله د بېلابېلو پلازمېنو له جګړو، د دينونو له اختلافاتو او ډول ډول نورو ګدوډيو څخه خبري کوي. بيا دغه هيواد د شپنو واکمنو لاس ته ولوېد. بيا هم د مرييتوب د اوږده مهال تر زغملو وروسته د قبطي قوم ډېري متعصبي کورنۍ د قدرت واګي په لاس کي واخيستې. په دې پېر کي، په تېره د دوهم رعمسيس او منفته فرعونانو په وختو کي بني اسرائيل د سترو کړاوونو او بخولو سره مخامخ سول، چي پاى حضرت موسى عليه السلام د لوى څښتن د وحدانيت او عدالت په برقرارولو سره د دغو اسکېرلو د ننګي او ژغورني لپاره د دغو فرعونانو په پېر کي مبعوث سو. دغه مهال مصريانو پر نورو هيوادونو تېري کول. څنګه چي مصر يو فاتح هيواد سو، نو د ډول ډول توکمونو وګړي د ډول ډول رنګونو، لباسونو او آدابو سره پکښي اوسېدل، خو دوى د ټولني په اداره کي هيڅ ډول ونډه نه درلوده. بلکي دا داسي بدمرغه وګړي وه چي د دوى په مټو کي د کار د ځواک د شتون له امله مصر ته راوستل سوي وه. له دوى څخه ډېرى داسي وګړي وه چي په زور له خپلو کورنيو، مېرمنو او زامنو څخه رابېل سوي وه. يا هغه بدمرغه وکړي وه چي په نابرابرو جګړو کي يې خپلي مېرمني، اولادونه او کورنۍ له لاسه ورکړي وې. دوى په مصر کي د هغه نوي رامنځ ته سوي تمدن قربانيان وه، چي له ډېرو ليرو ځايونو څخه يې غټي غټي ډبري  د دوى پر اوږو د اهرامو د ودانولو ځايونو ته راوړلې. دا هغه تمدن وو چي د فرعونانو د جبر، طاغوتيت، او سرکښۍ او د بې وزلو د لابې وزلۍ او خوارۍ اسباب يې برابر کړي وه او د دې سترو مظالمو پر ضد د حضرت موسى عليه السلام پاڅون د لوى څښتن سبحانه د هغې ژمني تر سره کېده وه چي پتېيلې يې وه مځکه د هغې وارثانو ته وسپاري. لوى څښتن هغه پاڅولى وو چي د ” فرعون بت“ مات کړي او د فرعوني دربار پر نازولو باندي د آرام خوب حرام کړي. د فرعوني بلا اسيرانو ته د ويښېدو بلنه ورکړي او د ځان ژغورلو او آزادولو ته يې وهڅوي.

      تر دې خبرو وروسته به وګورو چي دين او بې دينه تمدن د مرييتوب په هکله څه کړي دي:

په تورات کي د مريانو په هکله راغلي دي: ” که عبري مريى رانيسې، شپږکاله دي خدمت وکړي او پر اووم کال دي بېله بيي آزاد سي. که يوازي راغلى وي يوازي دي ولاړ سي. او که د مېرمني خاوند وي مېرمن دي ورسره ولاړه سي. که يې بادار ښځه ورغوښتې وي او زامن يا لوڼي يې ورزېږولي وي، نو ښځه او اولادونه دې د بادار وي او مريى دي يوازي ولاړ سي. خو که مريى ووايي چي زه د خپل بادار، مېرمني او اولادونو سره مينه لرم او نه غواړم آزاد واوسم، نو دې بادار هغه  د لوى څښتن حضور ته بوزي او هغه دي د دروازې يا د دروازې د چارچوب نژدې ته ورسوي او بادار دې غوږ په نېره ور سورى کړي او مريى دى د تل لپاره د هغه مرييتوب ومني“. (۶).

خو د مسخ سوي مسيحي دين په انجيلونو او نورو ليکنو کي له مريي لرونکي څخه د مريي د اطاعت په هکله ټينګار سوى دى. وايي چي عيسى عليه السلام ويلي دي : ”مريى تر خپل بادار غوره نه دى“ (۷).

همدا راز ويل کيږي چي هغه سپارښتنه کړې ده چي: ”ډېر ښه مريى هغه دى چي بادار يې راسي او دى په کار لګيا وويني“ (۸).

اما د اسلام موخه د مرييتوب په هکله داوه چي دا ښکارنده  ګردسره له منځه يوسي، خو نه د داسي فرمان په صادرولو چي په اسلامي ټولنه کي د شخړو او تاوتريخوالي لامل سي او د امريکا غوندي په ډېره سخته ورانوونکې کورنۍ جګړه اخته سي او بيا هم اصلي ربړه حل نه سي او د تور پوستو د ذلت او سپکاويو مسئله باقي پاته سي. بلکي اسلام دا ربړه په کراره کراره، د مريانو د آزادولو په هکله د ډول ډول احکامو، هڅونو او توصيو په لاره اچولو سره اواره کړه. قرآن کريم او نبوي احاديثو ته په کتو سره اسلام د مريانو د آزادولو اخلاقي نهضت پيل کړ. د اخروي ژغورني، د ګنهونو د تويېدو او د ثوابونو د ګټلو لپاره يې د مريانو آزادول ډېره ښه وسيله وګڼل او بالاخره يې دا مسئله په ډېر ښه تدبير او حکمت سره حل کړه.

قرآن کريم د البلد د سورې په ١١ ـ ١٦ آيتونو او د النور د سورې په ٣٢ آيت او د التوبه د سورې په ٦٠ آيت کي د مريى آزادول يا د هغه په آزادولو کي مالي مرسته کول يا د آزادولو تړون ورسره لاسليکول يا د کوم بې وزلي د پور په ادا کولو کي مرسته کول  يا کوم خپل، ګاونډي، يتيم يا بل بې وزلي ته بسپنه ورکول يا خواړه او داسي نور ورکول د انسان د لوړتيا پر لور تګ او ډېر غوره عمل ګڼلى دى. پر دې بنسټ رسول صلی الله عليه وسلم خپل پيروان د مريانو آزادولو ته هڅول او ان په دې نهضت کي يې په خپله ونډه واخيسته او (٦٣) تنه مريان يې آزاد کړل. د هغه له مېرمنو څخه يوازي د عايشې بي بي رضي الله عنها  د آزادو سوو مريانو شمېر (٦٧) تنو ته ورسېد. د رسول صلی الله عليه وسلم اکا حضرت عباس رضي الله عنه په خپل ژوند کي (٧٠) تنه مريان آزاد کړل. حکيم بن حزام رضي الله عنه (١٠٠) تنه، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما زرتنه، ذوالکلاع حميري رضي الله عنه اته زره تنه او عبدالرحمان بن عوف رضي الله عنه دېرش زره تنه آزاد کړل. دغسي پېښي د نورو ډېرو صحابه وو په ژوند کي ډېري موندل کيږي، چي په هغو کي د حضرت ابوبکر او حضرت عثمان رضي الله عنهما نومونه ډېر شهرت لري. دا د لوى څښتن د رضا ګټلو يوه عامه ولوله وه چي د هغې له مخي زياتو وګړو هم خپل مريان آزادول او هم يې له نورو څخه رانيول او آزادول يې. د راتلونکي لپاره هم اسلام د مرييتوب دغه بڼه په قطعي توګه حرامه کړه او هيچا نه سوه کولاى چي يو اصيل انسان مريى کړي. په دې هکله اسلام ډېر څه کړي دي خو موږ پر هغو ټولو باندي دلته د بحث د اوږدېدو له بېري نه سو ږغېدلاى.

اوس به وګورو چي په دې هکله نورو څه کړي دي. په افريقا، هند او د نړۍ په ډېرو نورو وروسته پاتو هيوادونو کي خو د مرييتوب او مريانو د بدمرغيو داستان بېخي ډېر اوږد دى. په دې ټولنو کي د مرييتوب پر ضد هيڅ هم نه دي سوي او که سوي هم وي څه ګټه يې نه ده کړې. ځکه موږ همدا اوس وينو چي په دغو پراخو وچو کي په مليونونو وګړي که څه هم په رسمي توګه مريان نه دي، خو ژوند يې تر مريانو څه چي تر څارويانو هم بد تر دى. موږ به دلته د هغو ولسونو ( اروپايانو) په هکله خبري وکړو چي ځانونه تر ټولو متمدن ګڼي. موږ خو چي ليدلي اروپايانو هم له ډېر پخوا څخه د نورو ولسونو وګړي په پراخه پيمانه او په خورا کرکجنه توګه مريان کول او له دې مدرکه يې ستري ګټي ترلاسه کړي دي. په تېره دوى د صنعتي انقلاب په سيوري کي نورو هيوادونو او ولسونو ته د تېريو لاسونه اوږده کړل او ډېر ولسونه يې په ډله ييزه توګه اېل او مريان کړل او اوس هم داکار په ډېر شدت او پراخه پيمانه، په ډول ډول نومونو او مکرونو او د خپلو محکومو او مظلومو خلکو د شتو او سرونو په ښندلو ترسره کوي.

کرسټف کولمب لومړني سړى وو  چي د دوى لخوا د مريانو سوداګرۍ ته وګومارل سو، هغه دا کار د لومړي ځل لپاره پيل كړ او زښت زيات سورپوستي يې ووژل. چي بيا هلته د ده ښكېلاكي او وحشيانه سياستونه په ده پسې نورو اروپايي ښكېلاكـګرو او فاتحانو تر ده لا په  بده توګه پلي كړل. اسپانويانو او پرتګاليانو وپتېيل چي د افريقا توران په امريكا كي په كارونو وګوماري. دا د افريقا ملتونو ته يوه لويه بخوله سوه. د تاريخ په دې پړاو كي د مريانو خرڅولو بازار ښه تود سو او دغه كركجن تجارت تر نولسمي پېړۍ دوام وكړ . پرتګال لومړنى هيواد وو چي د مريانو تجارت يې پيل كړ او تر ۱۵۸۰م.كال پوري يې د دغه كثيف تجارت انحصار په لاس كي وو. بيا نورو اروپايي هيوادونو هم افريقا او د مريانو تجارت ته مخه كړه او دا كار تر ډېره د اروپايانو لپاره  ډېره ګټوره دنده وه. سوداګرو به زاړه توپكان، باروت، شراب، د لږو بيو ټوكران او د سينګار سامانونه افريقا ته وړل او مريان به يې په رانيول. سپين پوستو د تورپوستو د ځينو قبايلو مشران او د  ځينو افريقايي هيوادونو واكمنان د ځان كړي او د تورو انسانانو په خرڅولو يې روږد كړي وه. په دې توګه اروپايانو د افريقايانو پر لوټولو سربېره، د هغو ترمنځ د  خپل منځي اوږدو جګړو، چل ول، داړه ماريو، تښتونو او نورو ډول ډول جنايتونو اورونه هم بل كړل. هره سيمه به د بلي سيمي سره او هر ګاونډى به د بل ګاونډي سره  جنګېدى، څو انسانان د اسيرانو په توګه ونيسي او پر اروپايانو يې وپلوري. دغه  جګړې تر څلورو سوو كالو پوري  پرله پسې رواني وې.  ځيني واكمنان چي د اسپانويانو او پرتګاليانو سره په دې چټله سوداګري ككړ سوي وه د خپل دغه كار په ناوړو پايلو وپوهېدل. د كانګو پاچا ترينكامبومبا  چي د ۱۵۰۰م.كال په شاوخوا كي مسيحي سوى هم وو، وليدل چي پرتګاليانو د قبايلي مشرانو سره په بېله توګه معاملې پيل كړي او په دې توګه د ده د واك د بنسټونو د سستولو كوښښونه كوي. له دې امله پاچا ليزبون ته ديوه ليك په لېږلو سره داسي شكايت وكړ:” ټول هيواد د ورانۍ سره مخامخ سوى دى او ژر دى چي له اوسېدونكو څخه  خالي سي“ . خو دې خبرو د مريانو په سوداګري كي څه  ځنډ رانه ووست. افريقايي فاسدو مشرانو د اروپايي شيانو، په تېره د وسلو د ترلاسه كولو لپاره د اروپايانو سره معاملو ته دوام وركړ. كه به كوم واكمن يا د سيمي مشر له دې كاره ډډه كول بل رقيب او ګاونډي به سمدستي دې ټـيټـتيا ته تن وركاوه. پاڅونونه او ښورښونه به كېدل خو اروپايانو به په چل ول يا زور غلي كول.

د مريانو د پېر او پلور عمده بازارونه د ګينې په خليج، لوېديزه، ختيزه او استوايي افريقا كي وه. سوداګرو د مريانو سره ډېره بده او ظالمانه وضع كول. هغوى به يې وهل ټكول او د څارويو غوندي به يې په بېړيو كي په زنځيرونو تړل. كله كله به يې د هغو د مړيني د مخنيوي لپاره زنځيرونه ځني ليري كول. د ځاى تنګۍ، لږ ډوډۍ او د سفر ستونزو به په زرګونو ځوان افريقايان په بېړيو كي د مرګ كومي ته ورټېل وهل. كه به كوم مريى ناروغ سو يا به د مرګ په حال كي وو هغه به يې سمندر ته غورځاوه. ډېرو به د سپين پوستو له اسارت څخه د بد وړلو له امله پخپله  ځانونه سمندر ته غورځول. بيا به يې روغ مريان له ناروغو بېلول. پر بدنونو باندي به يې د اړوندو شركتونو نخښي په اور داغلې او خرڅلاو ته به يې وړاندي كول. سوداګرو به د مريانو د ډېرو درنو تلفاتو سره سره ډېري غوښني ګټـي ترلاسه كولې. هغو به هر مريى په افريقا كي له اويا تر سلو فرانكو رانيوى او په امريكا كي به يې په لس برابره زياته بيه خرڅاوه. ځينو امريكايانو او نورو به بيا د افريقا پر ځينو ساحلونو بريدونه كول او په زرګونو بې دفاع افريقايان به يې نيول او په امريكا كي به يې د مريانو په توګه پلورل. په يوه بېړۍ كي به يې پنځه زره تنه افريقايان اچولي وه. چي ډېر به يې پر لاري مړه سول او لږ به يې امريكا ته ورسول سول. تاريخونه وايي چي دغه وګړي زياتره مسلمانان وه. خو په امريكا كي به يې د ديني مناسكو له تر سره كولو هم منع كړل.

له افريقا څخه د ايستل سووتورپوستو ځوانانو شمېره ښوول او د هغو د ايستلو له امله د دغي وچي د ورانۍ په هكله روښانه انځور وركول څه آسانه خبر نه ده. له افريقا  څخه د صادرو سوو نارينه او ښځينه تورانو شمېره د امريكا د تورانو له مخي هم نه سي اټكل كېدلاى. ځكه كوم افريقايان چي به په زور امريكا ته بېول كېدل نه يې سواى كولاى چي د نورو غوندي په طبيعي او عادي توګه اولادونه وزېږوي. ستونزمنو كارونو، لږو خوړو، ناسمو روغتيايي شرايطو او د سوداګرو ناوړو چلندونو د تورانو د مړيني كچه لوړه بېول. له بله پلوه به له هرو شپږو افريقايانو څخه يو تر امريكا رسېدى. زيات شمېر افريقايان د مريانو له سوداګرو څخه د پټېدو له امله په ځنګلونو كي له منځه ولاړل. پايله دا سوه چي افريقا د خپلو روغو وګړو ستره برخه له لاسه وركړه، هغه ترلاسه كړې پرمختيا يې بايلوده او نوره هم د ترقۍ له كاروانه وروسته پاته سوه. په مجموعي توګه د له منځه تللو تورپوستو شمېر له سلو تر يوسل او پنځوسو مليونو تنو اټكلوي. يوازي لس مليونه تورپوستي امريكا ته ژوندي ورسېدل. له دې بخولو څخه د خلاصون لاري پر مالكانو حملې، د كښتونو سوځل،  ځان وژنه، پاڅون يا تېښته وه. په دې توګه به مريان يا وژل كېدل او يا به وژغورل سول. عمومي پاڅون د دوى د مبارزې تر ټولو غوره لار وه. يوازي په متحدو ايالتونو كي چي تر ټولو لوى مريي لرونكى هيواد وو د تورانو (۱۱۰) پاڅونونه وسول، چي له امله يې زرګونه تورپوستي ووژل سول. امريكاته د تورپوستو انتقال د توكمونو د اختلاط مسئله هم رامنځته كړه او ډېر سره او تور توكمي يې له منځه يووړل. د سپينو او تورو، سپينو او سرو  او تورو او سرو له ګډون څخه بيل توكمونه را منځته سول.

په ١٧٩٩ع.کال فرانسويانو په خپلو مستعمرو کي د مرييتوب نظام ته قانوني بڼه ورکړه. په فرانسه کي د ”روح القوانين“ ليکونکي مونتسکيو د مريي کولو او مريي لرلو ملاتړ کاوه. د آدم سميټ په نامه يوه فېلسوف  مريان څاروي ګڼل. د ” کاترين“ د مهال په روسيه کي مريان په مځکه پوري تړلي وه.

انګرېزان د انسان په زبېښاک کي تر دې کچي وړاندي ولاړل چي د کوچنيانو پر آزادي يې هم تېرى وکړ. او ډېر کوچنيان د کارځايونو په تنګو قفسونو کي مړه سول.

په دې توګه به دغو امريکايانو اولوېديځوالو له يوې خوا د انسانانو پر خرڅولو او پر هغو باندي د دغسي ظلمونو ترسره کولو له لاري لويي ګټي ترلاسه کولې او له بلي خوا به يې په بې شرمۍ سره د بشر د حقوقو چيغي هم وهلې او اوس هم دادى موږ وينو چي دوى هم تر دې بتر جنايتونه تر سره کوي او هم په سپين سترګۍ سره د دموکراسۍ او د بشر د حقونو ډولونه وهي او ګوډاګيان يې نڅاوي ورته کوي.

اوس دي نو د مرييتوب په هکله پر اسلام باندي جاهل اعتراض کوونکي ووايي چي په دې هکله اسلام څه کړي او د اسلام دښمنانو څه کړي او همدا اوس دوى د مسلمانانو او نورو انسانانو په هکله څه کوي؟

اخيستليکونه:

[١] يوه لرغونې طايفه ده چي د فارس د خليج په څنډو او د کلدې په سهيل کي اوسېدل او تر ميلاد درې زره کاله دمخه د تمدن او صنعت څښتنان وه. او د کلدې ډېر پخواني متمدن خلک ګڼل کېدل.

[٢] اکد ته منسوب دي کوم چي د بني سامو يوه طايفه وه  چي په شاوخوا درې زره کاله قبل الميلاد کلونو کي يې ژوند کاوه.

[٣] کا سيسو (Cassissuo) يا کاس سو يوه لرغونې طايفه وه چي د ايران په لوېديزو غرونو کي اوسېدل او کوسيان او کيسي يې هم ورته ويل. فرهنګ عميد.

[۴] تاريخ انبياء، حماسۀ بت شکنان٢٢٠ او ٢٢١مخونه .

[۵] تاريخ انبياء، حماسۀ بت شکنان٢٢٢مخ.

[۶] تورات،  د خروج سِفر، ٢١باب: ١ـ ٧ آيتونه.

[۷] متي، ١٠ باب:٢٤ او يوحينا، ١٥باب:٢٠ او ١٣باب:١٦.

[۸] لوقا، ١٢باب:٣٧، ١٧باب:٧، متي،٢٤باب:٤٥).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د