ایرې هیڅکله هم نه زر (طلا) کیږي

محمدآصف خواتی

له هغه راهیسې چې زموږ د هیواد او خلکو په برخلیک انګلوساکسون اشغالګر واکمن دي هڅې کیږي چې غازي امان الله دا د افغانستان د آزادۍ لوی پرتم، د انګریزانو قسم خوړلی غلیم او د افغان ولس ویاړ د شخصیت حقیقت تر پوښتنې لاندي راوړل شي او پدې ډول په افغانانو کې د خپلواکۍ او ښکیلاک ضد روحیه کمزورې او د هیواد د خپلواکۍ د لارې مبارزان بې اغیزې کړي. دا ځکه چې د غازي امان الله د نامه سره خپلواکي او د ښکیلاک ضد روحیه ، فکر او عمل تړلې دی. ښکیلاکګرو دې موخې ته د رسیدو په خاطر د ټولنې د مختلفو قشرونو لوېدلي وګړي ، خپل فکري مرئیان اود واک او ځواک لیوال دې ته ګومارلي دي چې څه ډول د شاه امان الله ستر شخصیت تر پوښتنې لاندې راوړي. د سیافګي په شان مذهبي مخورو ته یې دنده سپارلې چې روڼ ضمیره شاه امان الله کافر، ملحد او کمونست معرفي کړي. دپدرام ګل په څېر ړانده قومي متعصبین بیا غازي امان الله ډارن ، فراري او قومپال یاد کړي. بله ډله چې ځانونه امان الله دوستان او د اماني غورځنګ پلویان ګڼي د دې ستر انسان له نامه څخه په ګټې اخیستنې سره پردیو کینولی، اشرف غني دشاه امان الله د نیمګړي فصل بشپړونکی او دویم امان الله معرفي کړي. د ستر غازي سره پردیو حکومت او زعامت ته د رسولي پرتله کول په خپلواکۍ د ملنډې وهلو او اشغال ته د هرکلي ویلو په معنی دي.

شاه امان الله د خپل مېړني ولس په زور او سرشندنو انګریزان اړایستل چې د افغانستان خپلواکۍ ته سر ټیټ کړي او د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړي، خو نن زموږ د ځمکې او هوا کنټرول او واک د انګریز او د هغه د ناټویي صلیبي متحدینو سره دی او عجیبه لا دا چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني انګریزي تابعیت هم لري. د ځینو سندونو له مخې جرمنیانو د دویمې نړیوالې جګړې په مهال غوښتل امان الله واک ته ورسوي خو آزاد خیاله غازي په ځواب کې ورته لیکلي و: « زه په هیڅ ډول د افغانستان د تاج او تخت غوښتوونکی نه یم په ځانګړي ډول د یو بل هیواد په مټ تخت او تاج که هغه زما له توکمه ورور هم وي او هغه هم د سیاسي شرطونو سره. زه هیڅکله دی ته تیار نه یم چې د تاج او تخت تر لاسه کولو لپاره د افغان ملت حیثیت او وقار تر پښو لاندی کړم .» پداسې حال کې چې ننی واکمن دانګریز- امریکې دپوځي خونړي یرغل له برکته وزارت او بیا زعامت ته رسېدلی دی. د خواشینۍ وړ تریخ واقعیت لا دا دی چې دهمدې نني واکمن په واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله د ځای ناستي دا د انګریزانو د نوکر او مشهور داړه مار ( حبیب الله کلکانی) انځورونه دخپلواکۍ د ګټلو د ۹۷ کلیزې د لمانځنې په رسمي غونډو او د استقلال د لارې د اتلانو په کتار کې راڅرګند او ځوړند شول.

دا پخپله خپلواکۍ، دخپلواکۍ دلارې زرګونو شهیدانو ، د خپلواکې اتل، ملي ارزښتونو او افغان میړني ولس ته څرګند سپکاوی و. د خپلواکی ګټونکي د کورنۍ جګړې او د افغان وژنې د مخنیوي په موخه تخت او ارګ پریښود خو ننی واکمن د ارګ شاوخوا سمنټي دیوالونه جوړ کړي او په هیواد کې د نسلونو د جګړو خبرې هم کوي. وروستی داچې کله غازي سیمې او اروپا ته سفر درلود «دختیځ په رسنیو کې د غربي ښکیلاک ضد شرقي پهلوان او په اروپا کې د بریتانیا د امپراطورۍ په وړاندې د جګړې دفاتح په توګه یادشو . په لندن کې ځینو رسنیو هغه د افغانستان لوی پطر وګاڼه.» خو دا فغانستان ننیو سیاسي مشرانو ته او هغه هم په امریکایي رسنیو کې « بې ضمیره اوبې شرمه چارواکي» ویل کیږي.

پاسنیو لنډو څرګندونو ته په کتو سره سړی هک پک پاتې کیږي چې څه ډول ځینې بې ضمیره سیاستوال او لیکوالان دوه بشپړ متضاد شخصیتونه چې یوه یې انګریز په ګونډو کړ او بل دانګریز پرمټ پر افغانستان واک چلوي سره پرتله کوي. ددې ډله وګړو ددې ډول دریځونو او هڅو څخه څرګندیږي چې هغوی غواړي دایرو څخه سره زر جوړ کړي چې دا ناشونې ده او دا ډله وګړي باید وپوهیږي چې ایرې هیڅکله هم نه زرکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د