په لاهور کې لګیدلي اور 3 کسه وژلي او 27 یې ژوبل کړې
نن ټکی آسیا: پرون د لاهور ښار په شاه عالم مارکیټ کې اور ولیګیدی چې په نتیجه کې تر اوسه 3 کسه وژل شوي او 27 نور ټپیان شوي دي.
اور چې د پټاخو په یو دکان کې لګیدلی تر اوسه یې د درو پلازو سربېره 300 نور دکانونه له ځان سره لولپه کړې او شاوخوا یې نور ډیر کورونه زیانمن کړې.
ویل کیږی چې په میلیونونو تاوان دکاندارانو ته رسیدلي.
اور چې تر اوسه لا سم نه دې مړ سوی، ځايي چارواکې یې په دې مجبور کړې چې د اسلام اباد څخه د اور وژني لپاره چورلکي وغواړي.