fbpx

حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړې / انځور

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.

یوې سرچینې ویلي چې د نوموړي د استعفا سمدستي وروسته ولسمشر اشرف غني د هغه پر ځای په امریکا کې د افغانستان سفیر «حمدالله محب» د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.

حنیف اتمر په خپلې استعفا نامې کې لیکلي چې د حکومت سره د اختلاف نظر له امله غواړي چې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي.

نوموړي ویلي چې د ملي وحدت، ملي اجماع، د سولې او امنیت په برخه کې، د سیاسي مدیریت او انتخاباتو په چارو کې، د ښې حکومتولۍ، سیمه ییزې او نړیوالو اړیکو د ټینګولو په برخه کې زما او د مشرتابه تر منځ په وروستیو میاشتو کې جدي اختلافات موجوده وه، چې په وجه یې غواړي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي.

حنیف اتمر د کال ۲۰۱۴ راهیسي د ولسمشر اشرف غني تر ټولو با اعتماده او نیژدې کس بلل کیدی.

د سیاسي چارو کاروپوه نظرمحمد مطمئن وايي: «حنیف اتمر د ګډ حکومت مشر ته تر ټولو نږدې او منلی شخص و، هغه د ګډ حکومت یو له ډیرو مهمو او د ډیر واک لرونکو کسانو څخه وو.
په وروستیو وختو کې د ګډ حکومت د مشر او حنیف اتمر تر منځ د ستونزو خبرونه ورکول شوي وو.
دوه لاملونه کیدای شي:
داچې عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطا نور او شمال ټلوالې غړو د اتمر ګوښه کېدل غوښتل.
۱ـ که د ګډ حکومت مشر له دوستم او ځینو نورو سره بیا ځل معاملې ته رسیدلی وي.
۲ـ داچې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به حنیف اتمر نوماند وي او خپل ټاکنیز کمپاین به کوي.».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

hanif atmer is not howmuch he think.because many elders are not happy from him/ashra
.fghani is the owner of knowledge