کابل: د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ولسي جرګې کاندید وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې ته خپلواک کاندید حاجي جلال الدین صالحي نن د شنبې په ورځ (۳ وږی) غرمه مهال په خپل کور کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ووژل شو.

د نوموړي کور د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د کاریزیک په سیمه کې تر چاپې لاندي راغلی چې له امله یې نوموړی ووژل شو او د کورنۍ یو شمیر غړي يې ژوندي ونیول شول او نا معلومي لورې ته بوتلل شول.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي محمد حفیظ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې غرمه مهال امنیتي ځواکونو چې بهرنیان هم ورسره وه، د حاجي جلال پر کور چاپه ووهله، او نوموړی یې په مخامخ ډزو وواژه. او د کورنۍ څو تنه غړي يې له ځانه سره نامعلوم لوري ته بوتلل.

حاجي جلال صالحي د کابل ولایت د پخواني والي ملا تاج محمد مجاهد وراره او زوم وو، او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره خپلواک کاندید وو.

د نوموړي خوسر ملا تاج محمد مجاهد هم ولسي جرګې ته کاندید دی.

تر اوسه حکومت او نه هم بهرنیانو ویلي چې د نوموړي پر کور یې په څه وجه چاپه اچولې او ولي يې هغه وژلی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بریالی "سعیدی"
میلمه
بریالی "سعیدی"

شاید چی طالبانو سره مرسته کوله