fbpx

سرچينه: ښايي د غني په ګډون، د ملي امنيت رييس، دفاع او کورنيو چارو وزیران هم استعفا وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له استعفا ‏وروسته طلوع نيوز او ځينو دولتي سرچينو ويلي، چې ښايي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ګډون د ‏ملي امنيت مشر معصوم ستانکزی، دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم له ‏خپلو دندو استعفا وکړي.‏

طلوع نیوز ویلي چې ولسمشر اشرف غني د امنیتي جګپوړو چارواکو څخه غوښتي چې نور له خپلو دندو څخه استعفا وړاندي کړي، چې پیل یې حنیف اتمر عملا وکړ.

طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي چې غني په کابل کې د تیري اونۍ د راکټي برید او غزني ښار سقوط پر اساس له دغو چارواکو څخه غوښتي چې دندې خوشي کړي.

خو ځیني نوري سرچينې وايي چې امريکا د افغانستان لپاره پخوانی افغان الاصله امريکايي ډيپلومات «خلیلزاد» ځانګړی استازی ‏ټاکي او د هغه په مشرۍ به په افغانستان کې نوي بدلونونه راشي او شونې ده چې امريکا د لنډمهالي حکومت پر ميکانيزم کار وکړي او له همدې امله به اوسنی ګډ ‏حکومت له منځه ولاړ شي.‏

حنيف اتمر ته نږدې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د هغه او اشرف غني ترمنځ له تېرې اوږدې ‏مودې راهيسې اختلافات روان و، خو د مسکو په غونډه کې د ګډ حکومت د نه ګډون له امله دغه ‏اختلافات اوج ته ورسېدل.‏

سرچينه وايي، چې اتمر د مسکو غونډه کې د ګډون پلوی و او اشرف غني د امريکا په غوښتنه په دغه ‏غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.‏

په دې اړه تر اوسه نور جزيات نه دي خپاره شوي.‏

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د پښتو په دې متل سره دزياتي تبصيرې اوليکني څخه صرفنظر کوم . چي وايي (( د پښ کور چي وسو ، هومره ښه سو )).