fbpx

دهيواد خراب امنيتى حالت او د اتمر استعفاء!؟

وحيدالله هاشمي

اتمر استعفاء ورکړه، نوموړي د غني په بې واکه اداره کې يو تر ټولو باصلاحیته او مهم کس بلل کېده.

ډېر سوالونه رامنځ ته کېدای شي.

آیا دولت په خپل مینځ کې د ګور د چينجيو په حالت ندی اخته شوی؟

آیا ددې دا مانا نده چې دوی پر یو بل نور بې اعتباره شوي؟

آیا دولتي چارواکي نور خپل ژوند په خطر کې ويني چې امريکا له طالب چارواکو سره مستقيماً خبرې کوي او دولت کونج ته شوی، ایا دولتي چارواکي خو به د امریکا پر دې کار داسې وارخطايي نه وي احساس کړي چې امريکا په افغانستان کې دولت ته د راوستل شویو اجيرانو په سر سودا وکړي، تر څو له طالبانو سره يوې نتيجې ته ورسيږي؟

تيره ورځ اتمر وويل چى پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې ريښتينۍ نه دی. نو بعضي مبصرين داسې فکر کوي چې دا کار د پاکستان د نوي حکومت په غوښتنه ځکه شوی چې په وینا يې هغوی له افغانستان سره کم تر کمه کارډييل يا صمیمانه اړيکې غواړي او داسې تېز شخص په دومره لوړه اداره کې پرېنږدي دا کار ترسره شي.

ايا پاکستان په رښتیا هم پر افغان حکومت دومره اثر لري، چې په غوښتنه يې دومره لوړ پوړی چارواکۍ استعفاء ته اړ کړای شي؟ او که ددې دا مانا ده چې د پاکستان دا غوښتنه ځکه منل شوې چې افغان حکومت (اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي) مثال ولري؟

زياتره افغان چارواکي پدې اند دي چې دا استعفاء نه بلکې عزل وو!

که چېرې استعفاء وي نو فکر نکوم غني په اسانه داسي يو با استعداده او استراتيژست کس په اداره کې له لاسه ورکړي او استعفاء يې منظوره کړي، ځکه هغه د غني په اداره کي یوازینۍ ستر ستراتیژیست او کار پوه شخص دی، د اتمر په استعفا سره به په سیاسي او امنیتی سیستم کي لویه جبران نا پذیره خلا رامنځ ته شي!

او که عزل وي نو کېدلای شي چې د وروستیو امنیتي خلاوو له امله لکه څرنګه چې غني او ټوله اداره يې په داخل کې او د بهرنيانو له لوري تر سوال لاندې وو نو غني د خپل قاطعیت د ثبات لپاره دا کار ترسره کړی وي.

غني د یوې خاصې حلقې له خوا محاصره شوی دی، دغه اعتراض ته به هم جواب پيدا شوی وي.

په غزني او کابل ښارونو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې غني د ملي امنیت مشاور، دفاع وزیر، د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې بې قید او شرطه خپلې استعفاګانې ورکړي، نو که دا د هغې خبرې په سلسله شوی وي، نو بالاخره غني دغو ادارو ته څوک راولي؟ آيا دوی ته ښه بديل لرلای شي؟

دده استعفاء دوه نور اړخه هم لرلای شي؛ يو خارجى اړخ دى هغه دا چې اتمر له روسانو او له انګريزانو سره ښې اړيکې درلودې او د انګريزانو په سپارښته او د امريکايانو په منظورۍ به په دې پُست مقرر شوى هم وي. اوس د ترامپ اداره په افغانستان کې په ښکاره نارې وهي چې خپله جنګي استراتيژي تر بل هرڅه ورته زیات اهميت لري، نو يې مخه د پخوانيو ټوپکسالارانو لکه سیاف، ګلبدين شمالي ټلواله، دوستمي جنبش ته کړې، خو اتمر چونکې يو لوستۍ کس وو، نه يې غوښتل ټوپکسالاران بيا په کليو کې په سر د قدرت شي، او د ملک الطوایفي حکومتونه ته لاره هواره شي او يو ځل بيا په لوړه کچه افغان وژنه وشي، چې دا د ټرمپيانو د افغان ملت پر وړاندې د جنګي استراتيژي يوه برخه ده، د اتمر د مخالفت له کبله چې له پخوانيو ټوپکسالارانو سره يي لري، بېرته د امريکایانو په امر عزل شوی وي!؟

لکه څرنګه چې ټرمپ خود غرضه دي، ترامپي جنرالان هم نور نه غواړي انګريزانو ته امتياز ورکړي.

دوهم، دا هم کېدای شي چې اتمر د انګريزانو په ډاډ ګيرنه د راتلونکى جمهوري رياست خوبونه ويني او تيارى به ورته نيسي. او روس هم د امريکایانو له ماتې سره سم د افغانستان په سياست او موضوع کې دلچسپي پيدا کړې، او روسان په سيمه او افغانستان کې له اثر رسوخ څخه برخورداره هم دي نو دا هم لري نده چې روسان او انګريزان په افغانستان کې ګډه استراتيژي جوړه کړې وي او په شريکه خپل اشرف غني رامخته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د