fbpx

د ورځې څومره اندازه غوښه باید وخوړل شي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د لوی اختر موسم دی، د نړۍ په هر کونج کې مسلمانانو قربانۍ کړي او په هر کور کې تازه غوښه موندل کیږي، چې ورسره یې خوراک کې هم ډیروالی راغلی دی.

خو د طب له نګاه نه غوښه خوړل څومره اړین دي؟

خو هره ورځ څومره اندازه غوښه خوړل په کار دي؟

په ځانګړي ډول د لوی اختر په نیږدې ورځو کې د خوښې خوراک ډیریږي، کله خو د هغې اندازې څخه هم واوړي کومه اندازه چې د روغتیا ساتلو لپاره اړینه وي، خو باید وویل شي چې غوښه هغه مهال بدن ته ګټه رسوي کله چې تر ځانګړې اندازې وخوړل شي.

د روغتیا پوهان وایي چې یو سړي ته په ورځ کې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ ګرامه اندازې پورې غوښه خوړل اړین دي، له دې زیاته غوښه خوړل بدن کې یورک ایسډ کچه لوړوي چې د بندونو ناروغۍ لامل جوړیږي او پر پښتورګو فشار زیاتوي، خو که په ټاکلې اندازه وخوړل شي د سرطان په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په وینا د یوه عام بالغ انسان لپاره په یوه اوونۍ کې یوازې دوه وارې غوښه خوړل اړین دي، خو که چیرې یې هره ورځ استعمالوي نو په ټوله اوونۍ کې یې اندازه باید له ۵۰۰ ګرامو څخه زیاته نه وي.

د یادې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په غوښه کې لوړه کچه پروټین، ویټامینونه او منرالونه موجود دي، چې د بدن روغتیا لپاره اړین او ګټور دي، خو که چیرې یې استعمال له ټاکلې اندازې زیات شي نو د هاضمې، خیټې او داسې نورو ستونزو لامل ګرځي.

د زیاتې غوښې خوړلو سره د خیټې درد او نورې ناروغیو ترمنځ د قبض او اسهال ستونزې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې عمر یې کم (کوچنیان) یا د پاخه عمر وي (د داسې کسانو د بدن دفاعي پياوړتیا کمزورې وي) د نورو سترو ناروغیو سره مخامخ کیږي.

موده وړاندې په امریکا کې د سرطان انستیوت په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي وو چې د غوښې زیات استعمال د سرطان، الزائمر (هیریدو ناروغي)، زړه، شکر او نورې هغه ناروغۍ چې مرګونې ثابتیږي ګواښ لوړیږي.

د خوسي او سیرلي غوښه له اندازې زیاته خوړل د فالج، پښتورګو/ګردو، ځیګر او سږو ناروغۍ رامنځته کوي، نو باید ووایو چې د غوښې خوراک ستونزمن نه خو اړینه ده چې په سمه اندازه وخوړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د