حضرت الله ځاځي په نړیواله درجه بندۍ کې حیرانونکی پرمختګ وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په نوملړ کې د نوي تکړه چپ لاسي توپوهونکي شاملېدل د افغانستان لوبډلې لپاره د یو ښه اوپنر انتخاب رامنځته کړ.

دغه لوبغاړی چې حضرت الله ځاځی نومیږي، په چپ لاس توپوهنه کوي، په اوپنر پوزیشن کې لوبیږي چې زیاتره شاټونه یې چپ خواته وي، خو د نوموړي ښې روغتیا یې لا په وړتیا کې زیاتوالی راوستی.

حضرت الله ځاځی د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې په ۱۶ کسیزه لوبډله کې شامل شوی و، چې په لومړي دوه سیالیو کې یې د پام وړ توپوهنه وکړه، لومړی یې د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمیټي، او بیا د سیال لوبډلې توپ اچونکي او نور چارواکي حیران کړل.

نوموړي په لومړۍ سیالۍ کې چې د ایرلینډ لوبغالو سره بلدتیا هم نه درلوده او وورښت لوبغالی د توپوهنې لپاره نور هم سخت کړی و، لومړی په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه او بیا په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې.

همدا ډول یې په دویمه سیالۍ کې په ۵۴ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې، چې ټولې یې ۱۳ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې وهلې وې، خو په بدل کې یې ډیر کم توپونه لوبولي وو.

د حضرت الله ځاځي وړتیا د کرېکټ نړیوالې شورا په پوړ بندۍ کې د هندوستان او بنګلدیش لوبډلو تکړه چپ لاسي توپوهونکي (سریش راینا او تمیم اقبال) وروسته پریښودل او نوموړی په ۳۹م نمبر شو.

سریش راینا او تمیم اقبال د خپلو لوبډلو لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې لوبیږي جې د لوبډلو په بریاوو کې هم ښه ثابت شوي، خو د حضرت ځاځي وړتیا هغوی وروسته او خپله وړاندې کړ.

اوسمهال حضرت الله ځاځی په شل اوریزو نړیوالو پوړ بندۍ کې په ۵۱۴ پواینټونه خپلولو سره ۳۹م مقام خپل کړ، د افغانستان لخوا په توپوهنه کې محمد شهزاد د زیاتو ۶۴۷ پواینټونو اخیستلو سره په ۱۳م نمبر دی، خو سمیع الله شینواری او شفیق الله شفق په تېرو دوه لوبو کې د خرابې توپوهنې له کبله وروسته شول.

په توپ اچونه کې مجیب الرحمن او افتاب عالم پرمختګ کړی، چې مجیب په ۵ ویکټو ترلاسه کولو او کمو منډو ورکولو سره ۲۵ نمبره وړاندې په ۵۰۰ پواینټونو سره ۳۸م نمبر شو، او افتاب عالم په ۲۴ نمبرو وړاندې کېدلو سره ۱۰۷م نمبر شو، چې راشد خان په ۷۹۳ پواینټونو خپلولو سره لومړی مقام ټینګ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اګست په ۲۷مه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پېلیږي، د افغانستان غوراوې کمیټې په پریکړه حضرت الله ځاځی هم ددغې لوبډلې نوملړ کې وټاکل شو چې د ښې توپوهنې تمې ترې کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د