امریکايي سناتور جان مکین ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): امریکايي سناتور او سیاسي څېره جان مکین د مغزو د سرطان له امله نن سهار ومړ.

هغه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و، له اریزونا ایالت نه يې سنا ته لاره موندلې وه.

امریکايي سناتور تام کاتن د هغه د تصویر له خپرولو سره لیکلي، چې مکین یو رښتونی امریکایی و.

د جان مکین د مړينې په مناسبت، ډونالډ ټرمپ، د هغه مرستیال او په سنا کې د دواړو ګوندونو ګڼو غړو خواخوږي او غمشریکي ښوودلې.

جان مکین یو له هغو امریکايي سیاستوالو څخه و، چې په افغانستان کې د روانې جګړې سرسخته پلوی وو او د ټرمپ له راتګ وروسته یې د هغه پر ضد کمپاین کوی چې ولي افغانستان ته اضافي عسکر نه لیږي او ولي د جګړې لپاره نوې ستراتیژي نه جوړوي..

هغه په ۱۹۸۵م کال پارلمان ته لاره پیدا کړه او په ۱۹۸۶ کال کې د اریزونا ایالت نه سناتور شو، چې وروسته بیا په سنا کې د امنیتي ځواکونو د کمېټې مشر هم شو.

جان مکین له شاوخوا یو کال راهیسې د مغزو له سرطانه وکړید.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

الحمدلله چې دا خډل سپی مردار شو.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

غوربندی صاحب ته د ستړی مه شی او ښه راغلاست په ترڅ کی:
د جان مکّین په هکله غواړم ووایم چه د نوموړی د مرګ پخاطر د سعودی د سبوسی حکومت خواشینی او د ویټنام د شریف وولس خوښی به ددې ښکارندوی وی چه هغه ( مکّین) یو رښتینی امریکائي قهرمان ؤ.امریکا ډکه ده پدې ډول قهرمانانو.

Karwan
میلمه
Karwan

هو هغه لعنتي قهرمان، چه پردي ولسونه ئي بمبارول او په زرهاو انسانان ئي تر خاورو لاندي کړل . په افغانستان کي هم امريکايان جګړي ته تشويق کول. اوس ورغي د سوال او ځواب ځاي ته . الله د هغه بدترين دوزخ ځاي کړي. کاروان