د پنټاګون پخوانی سلاکار: طالبان د اشغال پای غواړي، مذاکرې ته په نږدې کېدو يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون پخوانی سلاکار او متقاعد ډګروال کرستوفر کلندا وايي له طالبانو سره له خبرو اترو هیلې پیدا شوې، چې مذاکرې ته ورسېږي.

هغه چې ځان د دې خبرو اترو شریک بولي، امریکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې طالبان د بهرنیانو موجودیت اشغال بولي او د اشغال پر پای ته رسولو ټینګار کوي.

کلندا وايي طالبانو ویلي چې دوی د سولې اړوند مذاکراتو ته هغه وخت حاضرېږي، چې بهرنیان له افغانستانه ووځي، هغه زیاتوي، چې مذاکراتو ته نږدې شوي یو، خو نه وايي چې بهرنیان کله وتلو ته تیار دي.

د مرکې په یوه برخه کې هغه وايي چې که افغانستان ته د «ترهګرۍ» ګواښ مخامخ نه وي، بهرنیان باید له دې خاورې ووځي.

د امریکا او طالب مشرانو تر منځ د خبرو اترو اړوند لا هم رسماً طالبانو څه نه دي ويلي، خو کلنډا هم زیاتوي چې دا خبرې په ابتدايي پړاو کې دي.

دا په داسې حال کې دی، چې د مسکو په راتلونکې ناسته کې امریکا له ګډونه انکار وکړ او افغان حکومت يې سمدستې پر پله پل کېښود او په مسکو کې د غونډې له ګډونه تېر شو، خو کوم علت يې په ډاګه نه کړ.

یاده مو وي امریکا د ناټو غړو هېوادونو په ملګرتیا د۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې لا هم دوام لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د