fbpx

ډاکټر غني د دریو لوړپوړو چارواکو استعفاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپله استعفا وړاندې کړه، د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس خپلې استعفاوې د ډاکټر غني پر مېز کېښودې.

طلوع نیوز وايي، ډاکټر غني د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت د رییس معصوم ستانکزي استعفاوې نه دي منلې او له هغوی يې د کار غوښتنه کړې ده.

حنیف اتمر پخپلو څرګندونو کې یاده کړې وه، چې پر ګڼو مسائلو اختلاف دې ته اړ کړ، چې استعفا وکړي، خو د دریو نورو چارواکو د استعفا علت نه دی په ډاګه شوی.

ځينې مبصرین دا هم وايي، چې د دې حکومت په منحل کېدو سره امریکا غواړي موقت حکومت ته لار هواره کړي.

د حکومت لوړ پوړي امنیتي او پوځي چارواکي په داسې حال کې له خپلو دندو زړه تورې کېږي، چې د هېواد امنیتي وضعیت ترېنګلی او په سیاسي وضعیت کې جنجالي ټاکنې په مخ کې لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د