حمدالله محب، نن رسماً خپله دنده پیل کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب د حنیف اتمر پر ځای د ملي امنیت شورا سلاکار شو.

محمد اشرف غني نن پخپله نوموړی د دفتر کارکوونکو ته ور وپېژانده او په دنده کې يې بریا ورته وغوښته.

غني ضمناً د حنیف اتمر اړوند یادونه وکړه چې امنیتي سکتور ته يې امر کړی، چې د هغه خوندیتوب دې پر ځای پاتې شي او اوږده يې کړه: «اوس زموږ مقصد دا دی چې د راتلونکې په اړه فکر متمرکز کړو.»

حمدالله محب وویل، په داسې وخت کې دا دنده ورسپارل کېږي، چې د هېواد وضعیت بحراني دی.

محب چې وړاندې تر دې په امریکا د افغانستان سفیر پاتې شوی، شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري او په انګلیستان کې يې د ټکنالوژي برخه کې زده کړې کړې دي.

حنیف اتمر له حکومت سره پر ګڼو مهمو مسائلو اختلاف د خپلې استعفا علت په ډاګه کړی دی.

له هغه وروسته د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک، د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم خپلې استعفاوې وړاندې کړې، چې ډاکټر غني ورسره ونه منلې او د کار د دوام هیله يې ترې وکړه.

ځینو سرچینو په پاکستان د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د استعفا یادونه هم کړې، چې محمد اشرف غني ورسره منلې نه ده.

تبصرې (1)

  • If the political parties members are out of the country they will not be able to find minimum wage jobs. They want free money from Mr Ghani.