افغانستان

کابل: د وژل شوي نوماند پلویانو لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): تېره غرمه بهرنیو او کورنیو عسکرو د کابل د شکردرې ولسوالۍ کاریزک سیمه کې د ولسي جرګې نوماند وژلی او د هغه د کورنۍ غړي يې بېولي دي.

د حاجي جلال الدین صالحي کلیوالو او خپلوانو په کابل کې نړیوال هوايي ډګر ته غځېدلی څلوېښت متره سړک بند کړی او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

دغه کسان چې د وژل شوي نوماند لپاره عدالت غواړي، د حکومت او بهرنیانو پر ضد شعارونه ورکوي.

دوی له ځانونو سره لیکلي شعارونه او د حاجي جلال الدین صالحې د په وینو لړلي جسد تصویرونه لېږدوي.

حاجي جلال الدین صالحي د کابل ولایت د پخواني والي ملا تاج محمد مجاهد وراره او زوم وو، او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره خپلواک کاندید و، چې تېره غرمه د بهرنیانو او کورنیو عسکرو تر چاپې لاندې راغی.

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي محمد حفیظ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې غرمه مهال امنیتي ځواکونو چې بهرنیان هم ورسره وه، د حاجي جلال پر کور چاپه ووهله، نوموړی یې په مخامخ ډزو وواژه او د کورنۍ څو تنه غړي يې له ځانه سره نامعلوم لوري ته بوتلل.

تر اوسه داخلي او بهرنيو پوځي چارواکو د دې چاپې او وژنو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا يي هم دكفارو سره ددوستى انجام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx