تصویر له ارشیفه؛ کابل کې د ګوندي مشرانو د پخوانۍ ناستې یوه څنډه

د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو د څېړنې لپاره کمېټه جوړېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د سیاسي ګوندونو له لوري د وړاندې شویو طرحو او وړاندیزونو د څېړلو په موخه ګډه کمېټه جوړوي.

د سرچينې په وینا دغه کمېټه به د دې ګوندونو او حکومت له استازو جوړه وي او هوکړه يې تېر ماښام شوې ده.

تېر ماښام په ارګ کې محمد اشرف غني د ځينو ګوندونو له استازیو سره خبرې وکړې او د دې کمېټې په هوکړه سره یوه خوله شول.

تر دې وړاندې د سیاسي ګوندونو له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې ګواښ شوی و، چې د ټاکنو پر وړاندې به خنډونه را پورته کړي او د ټاکنیز کمیسیون د دفتر دروازه به وتړي.

لا هم د دې کمېټې د جوړېدو او کار د پیلېدو دقیقه نېټه نه ده په ګوته شوې، خو یاده دې وي چې ټاکنو ته څه باندې میاشت وخت پاتې دی.

سیاسي ګوندونو د نوم لیکنې پر پروسې، د ټاکنو پر شفافیت او ټوله پروسه نیوکې درلودې او څو ځلې يې غوښتنه وکړه، چې ټوله پروسه لغوه او د بیومټریک سیستم له مخې بېرته پیل شي.

دې ګوندونو پرون هم پر دې خواشيني ښوودلې وه، چې د ټاکنو لپاره اتلس میلیونه سټیکرونه چاپ شوي و، خو تر نیمايي ډېر يې له استعمال پرته پاتې شوي دي، چې باید حکومت او د ټاکنو کمیسیون يې ځواب ووایي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د