راشد خان د ۲۰۱۸ کال شل اوریزو سیالیو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه خپور شوي راپورونو کې ویل شوي چې راشد خان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د ۲۰۱۸م کال زیات ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.

راشد خان تر دې دمه په روان ۲۰۱۸م کال کې ۲۲ ویکټې ترلاسه کړي، چې د اسرالیاوي لوبغاړي انډري ټای سره یې ویکټې برابرې شوې، انډري ټای هم تر دې دمه په روان کال کې ۲۲ ویکټې ارلاسه کړي.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېدې، چې په یوازې دوه سیالیو کې راشد خان ۷ ویکټې واخیستې او د اسرالیاوي لوبغاړي انډري ټای ریکارډ یې برابر کړ.

له ده وروسته په دویمو زیاتو ویکټو اخیستونکو کې د پاکستان لوبډلې سوکه لیګ سپینر شاداب خان دی چې تر دې دمه یې ۱۸ ویکټې اخیستې دي.

په یاد لیست کې د افغانستان ځوان ۱۷ کلن لوبغاړی مجیب الرحمن په ۱۶ ویکټو ترلاسه کولو سره درېیم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی، نوموړي د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې غوره توپ اچونه وکړه او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې چې په ۲۰۱۸م کال کې یې ټولې ۱۶ ویکټې شوې.

دده ترڅنګ هندی سوکه توپ اکونکی یوزویندر چاهل او استرالیاوي چټک توپ اچونکی سټانلیک دی، له دوی وروسته پاکستانی توپ اچونکی محمد عامر په ۱۴ ویکټو څلورم او د بنګلدیش ربیع الحسین په ۱۳ ویکټو ترلاسه کولو پنځم نمبر دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ګوګلي ماسټر راشد خان دا مهال په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې لومړی او د یو ورځنیو سیالیو په پوړ بندۍ کې دویم مقام لري.