fbpx

ايا په افغانستان کې د داعش مشر رښتيا وژل شوی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکو ادعا کړې، چې په افغانستان کې يې د داعش ډلې مشر ابو سعد ارهابي وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ادعا کړې، چې سعدي ارهاربي د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ ځنګل سيمه کې د هوايي بريد پر مهال وژل شوی دی.

ابو سعد ارهابي د اورکزو ايجنسۍ د قبایلي سيمې اوسېدونکی و.

د چارواکو د ادعا له مخې تر دې وړاندې د داعش ډلې مشر ابو سعيد هم په کونړ کې وژل شوی و، خو ځايي سرچينې وايي، چې د ابو سعيد بل نوم ابو سعيد ارهابی دی، چې چارواکو يې مخکې هم د وژلو ادعا کړې وه، چې ناسمه ختلې وه.

تر دې وړاندې هم څو څو ځله امريکا او ګډ حکومت د داعش د يو شمېر مشرانو د وژلو ادعا کړې، چې وروسته ناسمه ختلې ده.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ګډ حکومت چارواکو په داسې حال کې په ننګرهار کې  د افغانستان د داعش ډلې د مشر ادعا کړې، چې د خوږياڼو ځايي خلک وايي، چې طالبانو له تېرو اونيو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عمليات پيل کړي، خو امریکايي پوځيان او ګډ حکومت پرې پرله‌پسې بمبارۍ کوي.

د خوږياڼو د زاوې، وزيرو تنګي، ککړک، بهار او نورو سيمو خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د زواې خط پر لور تلونکي ټول موټر، که د طالبانو وي او که د ملکيانو وي، امریکايي بې پيلوټه الوتکه يې په نښه کوي.

د ځايي خلکو په وينا په تېره يوه اونۍ کې بې پيلوټه الوتکو له شلو زیات ځله بمبارۍ کړي دي.

د ځايي  خلکو په وينا امریکايي او افغان چارواکي فکر  کوي، چې د زاوې پر لور تلونکي موټر د داعش ضد خط ته ځي او له همدې امله په نښه کيږي، خو ګډ حکومت او  امريکا دغه تورونه ردوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د