fbpx

لوړ همت د عقل د بشپړتيا نخښه ده

د عبدالمالک همت ژباړه

احمد شاه که د همت توره درواخلي
بيا به وکړي په رقيب باندي ماتم

( اعليحضرت احمدشاه بابا[رح])

اوج بلند است در او می پرم
باشد کز همت خود برخورم

( نظامي گنجه اى[رح])

همت بلند دار که با همت بلند
هر جا روی به توسن گردون سواره ای

(صائب تبريزى[رح])

لوى څښتن چي انسانان پيدا کړي دي، نو هر يوه ته يې په بېله بېله توګه عزم او تکل (همت) ورکړى دى. پر دې بنسټ هيڅ وګړى بې ارادې او بې موخي نه دى. ځکه نو ډېر رشتينى نوم چي بنده په ستايل کيږي ” همام “ دى. له دې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«أَحَبُّ الْأَسْمَاءِ إِلَى اللَّهِ عَبْدُ اللَّهِ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ وَأَصْدَقُهَا حَارِثٌ وَهَمَّامٌ ..»( ابوداود، کتاب الادب، باب تغيير الاسماء، ٤٩٥٠حديث، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه محمد ناصر الدين الألباني په صحيح وضعيف سنن أبي داود کي صحيح بللى دى. ژباړن ).

ژباړه: لوى څښتن ته ډېر خوښ او محبوب نومونه عبدالله او عبدالرحمن او ډېر رشتيني او د واقعيت سره برابر نومونه حارث او همام دي.

ځکه چي حارث د کښتګر او کاسب په معنا دى او همام د هوډي، لوړ همتي، شجاع او سخي په معنا دى.

او د ” همام“ د رشتينولۍ لامل هم دادى چي هر انسان يوه اراده او هوډ لري، لکه چي منذري رحمه الله وايي: حارث او همام له ډېرو رشتينو نومونو څخه دي. ځکه حارث د کاسب په معنا دى او همام هغه ته وايي چي په بيا بيا هوډ او تکل کوي او دا دواړه وصفه په هر انسان کي وي.

خو د يادولو وړ ده چي د انسانانو هوډونه د لوړتيا او ټيټتيا ترمنځ توپير مومي. او د هوډونو او ارادو د همدغو توپيرونو په کچه د خلکو مقامونه په دنيا او آخرت کي تفاوت کوي. نو د چا همت چي لوړ وي هغه څه ته زيات رسيږي چي اراده يې کړې وي. او زياتره د خپلو غوښتنو په لاسته راوړلو کي بريالى کيږي.

د انسان ارزښت د هغه د همت په کچه دى:

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي: ” عوام وايي: د هر سړي ارزښت د هغو ښو کارونو له مخي ټاکل کيږي چي ترسره کوي يې. خو خواص وايي: د هر سړي ارزښت د هغه څه له مخي ټاکل کيږي چي غواړي يې“.

دا خبره ځکه دغسي ده چي همت د ټولو اعمالو سرلوحه او مقدمه جوړوي. يو ښه سړى وايي: ” خپل همت دي لوړ وساته، ځکه همت د ټولو شيانو مقدمه باله سي. څوک چي د روغ او سم همت څښتن سي او په خپل هوډ او همت کي رشتينى وي، د ده نور ټول کارونه سم سي“.

عبيد بن زياد وايي: زما ماما به ماته ويل: اى زياده د همت لرونکى سه، ځکه همت نيمه مړانه ده.

د عقل د بشپړتيا نخښه د هغه د څښتن لوړ همت باله سي. ابن جوزي وايي: د عقل د کمال نخښه لوړ همت دى او په ټيټ او خسيس شي قانع سړى پخپله ټيټ وي“.

عرب وايي: ” استصغار ما دون النهاية من معالى الأمور” . يعني : مېړنى او د لوړ همت خاوند په هرکار کي هغه غواړي چي ډېر غوره او بېخي ښه وي. او هر څه چي په لاس ورسي، که تر هغه لوړ او غوره وو، هغه په لاس ورغلى کوچنى ګڼي او د لوړ په لټه کي سي.

دغه راز وايي چي : همت په علم او عمل کي د بشپړ ممکن او ترلاسه کېدونکي کمال پوړۍ ته ځان رسول دي. ابن جوزي رحمه الله دغه خبره په خپل ” صيد الخاطر“ نومي کتاب کي داسي څرګنده کړې ده: ” انسان بايد له خپل موجود حالت څخه بل تر هغه غوره او لوړ حالت ته د رسېدو هڅه او تلاښ وکړي ـ البته که ممکن وي ـ مثلاً که څوک د پيغمبرۍ تر پوړۍ پوري په کار او زيار رسېدلاى سي، نو ښه نه ده چي په ولايت راضي او قانع سي. دغه راز که څوک د خلافت تر پوړۍ پوري رسېدلاى سي، نو په امارت دي نه قانع کيږي. او که د ملايکو تر درجې پوري رسېدل صحيح وي، نوښه نه ده چي څوک د انسانيت په مرتبه راضي سي. مطلب دادى چي انسان بايد خپل ځان په علم او عمل کي د ممکني بشپړتيا تر پوړۍ پوري ورسوي“.

البته په مطلقه توګه ډېر لوړ همت دادى چي په هر څه کي له لوى څښتن او د هغه له رضا پرته بل څه ونه غواړي، کوښښ يې ونه کړي او په بل څه قانع نه سي. له خداى جل جلاله، د هغه له قربت او نژدېکت او د هغه د سپېڅلي ذات سره له انس او الفت پرته په دنيا او د هغې په له منځه تلونکو خوندونو او خسيسو توکو زړه ونه تړي. ځکه لوى څښتن تر ټولو غوره مطلوب باله سي.

د همت ټيټتيا د ټولو خواريو بنسټ ده:

دغه خوارۍ او سپکاوي او دغه ذلت او لالهاندۍ چي نن مهال موږ په اخته يو، د ټولو اصل او لامل زموږ د همت ټيټتيا او خساست دى. هر ولس چي په خپل موجود ناخوښه او ناسم حالت قانع او خوښ سوى او د هغه د بدلون په تکل کي سوي نه دي په لا ډېره خواري، عار، کوچنيتوب، سپکاوي، کړاوونو او بخولو اخته سوي دي.

لوړ همتونه نه دا چي د تاريخ لوري ته بدلون ورکوي، بلکي جوړوي يې:

لکه چي موږ پوهيږو د لوى څښتن ستر استازى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم چي يو سړى وو، د شرک او جاهليت په خورا ډېر شډل چايېريال کي را پاڅېد او په يوازي سر يې په خپل همت ټول د لوى څښتن عبادت او بنده ګۍ ته رامات کړل.

دغه راز موږ پوهيږو چي د حضرت رسول اکرم صلى الله عليه وسلم اصحابو کرامو څنګه د خپل مهال دوې لويي سترواکۍ ( امپراتورۍ ) يعني د فارس او روم دوه زبرځواک دولتونه راوپرځول او د سند، هند، المغرب ( افريقا ) او اندلس ( اسپانيې) هيوادونه اوښارونه يې په ډېره لږه موده کي فتح کړل.

همدا شان موږ په تاريخونو کي لوستي دي چي د همتونو د لوړتيا او سترتوب پر مهال څنګه د صلاح الدي ايوبي رحمه الله په وختو کي يوه مسلمان په لسګونو جنګي اسيران د خپلي خېمې په رسۍ پوري تړل او يو نصراني اسير يې په يوه څپلۍ خرڅ کړ. کله چي چا پوښتنه ځني وکړه چي ولي دي داسي وکړه؟ ويې ويل: دا مي ځکه په څپلۍ خرڅ کړ چي په تاريخ کي د عېسويانو ذلت او سپکاوى همېشنى سي او پکښي وويل سي چي ان د دوى يو تن په يوه څپلۍ وپلورل سو.

بيا چي د مهالونو په تېرېدو سره د مسلمانانو همتونه ټيټ سول وليدل سول چي څنګه يوه تاتاري (چنګېزي) پوځي ټيټ همتي مسلمان ( بلکي ډېرو مسلمانانو) ته امر کاوه چي زما تر راتلو پر خپلو ځايو کښېنئ او ښورئ مه. هغه به يو ګړى وروسته توره راوړه او ټول به يې په ووژل. دوى له بېري او بې همتۍ دونه هم نه سوه کولاى چي ان د هغه په غياب کي وتښتي!!

بيا موږ د مهال په تېرېدو سره وليدل چي څنګه فلسطين په لږ بيه وپلورل سو او بيت المقدس او مسجد اقصى د يهودو تر ولکه لاندي راغله. او په دې وروستيو کي بيت المقدس د اسرائيلو د هيواد پلازمېنه وګڼل سوه.

بيا موږ وليدل چي څنګه عراق اشغال او وران او دړي وړي سو او ومو ليدل چي څنګه عراقي پوځي د امريکايي پوځي پښو ته ور لويږي، سر ورته ټيټوي او بخښنه ځني غواړي. او دا مو هم په اخبارونو کي ولوستل او وليدل چي په عراق کي يو سړى د عراق د آزادۍ ؟! له امله د منني په دود د امريکايي پوځي لاسونه مچوي!!

بيا دادى موږ په خپل مهال کي وينو چي اسلام ته منسوب ځوانان دوني ټيټ همتي سوي چي په کړو وړو، وېښتانو، کالو او داسي نورو کي د عېسويانو، هندوانو او يهودو سره ورته او مشابه سول. پر دې سر بېره يې د ښځو غوندي لاکټونه په غاړه کړي او کړې او دستبندونه يې په لاسونو کړي وي. ان ځيني په خپلو دفترونو، موټرونو او نورو کي د هغو هيوادونو بيرغونه نصبوي چي د دوى سترتوب يې په خواري او ذلالت بدل کړى او وژني يې او ويني يې ورتويوي او پر عزت يې تجاوز کوي.

نو که دا امت غواړي چي بېرته دي خپل تېر مجد، هيبت، عزت او عظمت ته وروګرځي نو بله چاره نسته بې له دې چي تر ټولو دمخه د خپل همت، هوډ او عزم د لوړتيا او بېرته را ژوندي کېدو په لټه او تکل کي سي. خو هوډ او همت هله لوړيږي چي ځيني چاري له ځانو څخه ليري کړو او په ځينو ځانونه سمبال کړو. البته هغه چي له ځانو څخه يې ليري کړو ټيټ همتونه او د هغو د ټيټتيا لاملونه دي، په دې ډول:

لومړى: د دنيا سره مينه او له مړيني څخه بد وړل دي:

دا داسي چاري دي چي يوه له بلي نه سره بېليږي. څوک چي دنيا خوښوي هرومرو به له مړيني بد وړي. د دنيا حب او مينه د ټولو خطاوو سر دى. دغه راز د دنيا سره مينه د ټولو ټيټتياوو بنسټ او په شهوتونو کي د غرقېدو لامل باله سي، او دا شيان بيا سړى په سترو کارو له بوختېدو څخه هرومرو راګرځوي. له مړيني څخه بد وړل بيا په انسان کي حرص او ناوړي تمي زېږوي او د خطر او خوارۍ له بېري يې د ښو او د همت او غيرت د کارونو له ترسره کېدو څخه راګرځوي. همت په بېرېدونکي او جبون زړه کي ځاى نه لري. ( له بده مرغه په موږ کي اوس له تکليف، دنيايي تاوان او مړيني څخه د بيري مرض خورا ډېر سوى دى).

دوهم: په سستي او لټي او ورک نومي کي اوسېدل دي:

دا د بې همتۍ داسي ډولونه دي چي په انسان کي عاجزۍ او بېچاره ګۍ ته وده ورکوي. داسي عاجزي چي پر کارکولو قادر وي، خو يا يې نه ترسره کوي او يا يې نن او سبا ته ځنډوي، بلکي ټيټو کارونو ته يې زړه کيږي، خو له سترو چارو مخ اړوي. دغسي کسان د بې همتۍ له امله تل په ټيټو او ناوړو چارو خوښ او قانع ليدل کيږي او په سپکو او حقيرو کارونو اخته وي. ابن جوزي رحمة الله علیه څه ښه ويلي دي:” جاروکښ تل د بې همتۍ له امله د ګنګيو په ډنډ کي لوېدلى وي“.

يوه سړي خالد بن صفوان ته وويل: دا ماته څه را پېښه سوې ده. کله چي زه تاسي وينم چي تاريخ بيانوئ او د لرغونو آثارو په هکله خبري کوئ، يا شعرونه واياست، ماته خوب راسي؟ هغه ورته وويل: دا ځکه چي ته خر يې، خو د انسان په پوست ننوتلى يې.

درېيم: په هيلو او آرزوګانو د چارو ترسره کول دي:

دا داسي صفتونه دي چي احساس له منځه وړي او سړى د چارو او پېښو په هکله بې پرواکوي. کله چي د يوه کار د ترسره کولو اراده وکړي وايي نن يې کوم، سبا يې کوم، خوپه دې کي کلونه او مهالونه تېر سي ان چي تر مرګه يې ترسره نه کړي او د زکندن په شېبو کي ارمان وکړي چي کاشکي خداى څه وخت راکړى واى چي دغه کارونه مي ترسره کړي واى. دغسي کسان زياتره د هيلو او تمناوو په سمندر کي غوټې وهي. خو دا داسي سمندر باله سي چي څنده او ساحل نه لري او تل مفلسان پکښي لاهو وي.

يوه سړي ابن سيرين ته وويل: ما په خوب کي وليدل چي بې له اوبو لامبو کوم او بې له وزرو الوزم. نو د دې خوب تعبير څه دى؟ هغه ورته وويل: ته داسي يو سړى يې چي ډېري هيلي لرې او خيال پلو وهې.

څلورم: د ټيټ همتو وګړو سره ناسته ولاړه ده:

ته چي د ټيټ همتو، ډارنو، بې زړه او بې ارادې موزيګيانو سره کښېنې، نو خامخا به د هغو په خوى بوى کېږې. وايي چي اوسې، په خوى به د هغو سې. د اخلاقو په ځينو کتابونو کي وايي چي د انسان طبيعت غل دى، هغه به په ځان نه پوهيږي، خو ډېرڅه به يې له خپل همنشين څخه غلاکړي او خپل کړي وي. په دې توګه ستا طبيعت د دغسي کسانو خوى او اخلاق اخلي او غلاکوي يې.

پنځم: د مېرمني او اولادونو د رايي او حقوقو په اداکولو ډېره بوختيا ده:

په دې معنا چي د مېرمني او اولادونو د هيلو او غوښتنو رعايت او تر سره کولو ته تر حد تېر پام وسي. په تېره د هغو داسي آرزوګانو ته پاملرنه وسي چي اړيني نه وي او چټي وخت پر ضايع کيږي او يا يې په تر سره کولو کي د شريعت تر پولو تېرى کيږي. لوى څښتن فرمايي:

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ } [التغابن:[ 14

ژباړه: اى مومنانو! ستاسي له مېرمنو او اولادونو څخه ځيني ستاسي دښمنان دي، د هغو په هکله هوښيار اوسئ.

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلا أَوْلادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ } [المنافقون:٩]

ژباړه: اى مسلمانانو ! داسي ونه سي چي ستاسي مالونه او اولادونه تاسي د الله له ياده وباسي، هرڅوک چي دا کار وکړي هغوى زيانمن دي.

د همت د لوړتيا موجبات:

لومړى خو بايد د همت د لوړتيا دغه پورته ويل سوي موانع او ټيتتياوي له ځانونو څخه لري کړو او ورپسې يې بايد د لوړوالي په اسبابو او موجباتو وپسولو. دغه موجبات په دې ډول دي:

لومړى: علم او پوهه ده: علم په همت زياتيږي او پر مخ ځي او ترلاسه کوونکى يې له ټيټتيا څخه د لوړتيا پوړۍ ته رسيږي. دغه راز علم نيت سموي او د اعمالو په مراتبو پوهه او تفقه رامنځ ته کوي. په دې توګه د علم خاوند له چټي بحثونو او خبرو، زيات خوب او خورک څخه ډډه کوي او په هغو لګيا کيږي چي تر دې غوره او اعلى وي.

دوهم: د آخرت اراده ده:

د آخرت ارده داسي چي ټول پام او فکر يو وګرځوې. لوى څښتن فرمايي:

{ وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا } [الإسراء:١٩]

ژباړه: او څوک چي د آخرت ثواب وغواړي او د هغه لپاره هلي ځلي وکړي، هغسي هلي ځلي چي د هغه لپاره په کار دي او هغه مومن وي، نو د هر دغسي وګړي هلو ځلو ته به د قدر په سترګه وکتل سي.

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:

« مَنْ كَانَتْ الدُّنْيَا هَمَّهُ فَرَّقَ اللَّهُ عَلَيْهِ أَمْرَهُ وَجَعَلَ فَقْرَهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ وَلَمْ يَأْتِهِ مِنْ الدُّنْيَا إِلَّا مَا كُتِبَ لَهُ وَمَنْ كَانَتْ الْآخِرَةُ نِيَّتَهُ جَمَعَ اللَّهُ لَهُ أَمْرَهُ وَجَعَلَ غِنَاهُ فِي قَلْبِهِ وَأَتَتْهُ الدُّنْيَا وَهِيَ رَاغِمَةٌ»( ابن ماجه، کتاب الزهد، باب الهم بالدنيا، ٤١٠٥حديث. دغه حديث علامه الباني صحيح بللى دى).

ژباړه: د چاچي فکر او غم په دنيا کي وي لوى څښتن به يې کار وشلوي، د فقر او بې وزلۍ سره به يې مخامخ کړي او هغونه دنيا به ور کړي چي ورته ليکلې يې وي.

يعني: د دنيا په طلب کي به پرېشاني او سرګرداني ګالي، خو بيا به هم لوى څښتن هغه څه ورکوي چي ورته ټاکلى او مقدر کړي يې وي.

درېيم: د مرګ ډېره يادونه ده:

د مرګ ډېره يادونه سړى پر ښه عمل باعثه کوي او طاعت او عبادت ته يې هڅوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه قبر ته ودرېدى او ويې فرمايل:

« يَا إِخْوَانِي لِمِثْلِ هَذَا فَأَعِدُّوا »( ابن ماجه، کتاب الزهد، باب الحزن والبکاء، ٤١٩٥ حديث دغه حديث علامه الباني حسن بللى دى. ژ).
ژباړه: اى زما وروڼو د دغسي ورځي لپاره ځانونه چمتو کړئ.

يو چا يوه زاهد سړي ته وويل: تر ټولو غوره نصيحت کوم دى؟ هغه ورته وويل: د مړو هديرو ته کتل.

حضرت عمر بن عبدالعزيز اوزاعي ته وليکل:” امابعد: څوک چي د مړيني يادونه ډېره کوي د دنيا له ښو او ښاديو څخه په ډېرو لږو قانع کيږي. او د چا له زړه څخه چي مرګ يو ساعت ووتى، نو زړه يې وران او فاسد سي“.

څلورم: د همت د خاوندانو ناسته ولاړه او د هغو د ژوند پېښو لوستنه ده:

په دې هکله تاسي حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه در په زړه کړئ. څنګه چي هغه په ټولو انسانانو کي د تر ټولو لوړهمتي سړي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم سره تر ټولو ډېره ناسته ولاړه درلوده، نو تر پيغمبرانو وروسته تر ټولو زيات د لوړ همت خاوند سو او تر ټولو غوره شخصيت سو. د هغه د لوړ همت دا حال وو چي په دې نه وو قانع چي مازي دي په جنت ننوزي، بلکي غوښتل يې چي ده ته د جنت له ټولو دروازو څخه د ننوتلو دعوت وسي. په دې اړه دې حديث ته پام وکړئ:

« مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَيْنِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ نُودِيَ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ يَا عَبْدَ اللَّهِ هَذَا خَيْرٌ فَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصَّلَاةِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الصَّلَاةِ وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْجِهَادِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الْجِهَادِ وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصِّيَامِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الرَّيَّانِ وَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الصَّدَقَةِ دُعِيَ مِنْ بَابِ الصَّدَقَةِ». فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا عَلَى مَنْ دُعِيَ مِنْ تِلْكَ الْأَبْوَابِ مِنْ ضَرُورَةٍ فَهَلْ يُدْعَى أَحَدٌ مِنْ تِلْكَ الْأَبْوَابِ كُلِّهَا. قَالَ:« نَعَمْ وَأَرْجُو أَنْ تَكُونَ مِنْهُمْ»( بخاري، کتاب الصوم، باب الريان للصائمين،١٧٦٤حديث او مسلم، کتاب الزکات، باب من جمع الصدقة ١٧٠٥ حديث).

ژباړه: چا چي د لوى څښتن په لار کي دوه نېک کارونه کړي وي د جنت له دروازو څخه ږغونه ورته وسي چي اى د خداى بنده دا ستا له هغو دووډولو ښو کارونو د يوه پايله ده دا دروازه ښه ده له دې دروازې جنت ته ننوزه، نو چا چي لمونځ په ډېره ښه توګه ادا کړى وي د جنت د لمانځه له دروازې ورننوتلو ته وروغوښتل سي. چا چي ښه جهاد کړى وي د جهاد له دروازې د جنت ننوتلو ته وروغوښتل سي. چا چي ښې روژې نيولي وي له ريان نومي دروازې څخه د جنت ننوتلو ته وروغوښتل سي. چا چي ډېري او ښې صدقې ورکړي وي د صدقې له دروازې څخه د جنت ننوتلو ته وروغوښتل سي. نو ابوبکررضي الله عنه وويل: اى د لوى څښتن استازې زما مور او پلار دي ترتا قربان سي څه ضرورت دى چي يو څوک له دغو ځانګړو دروازو څخه وروبلل سي؟ او آيا داسي څوک هم سته چي له دغو ټولو دروازو څخه دي ور وبلل سي؟ رسول صلى الله عليه وسلم ورته وويل: هو! او هيله من يم چي ته د هغو کسانو له ډلي څخه اوسې.

پنځم: مجاهده او کوښښ دى:

له دې مجاهدې او کوښښ څخه موخه داده چي سړى ځان په صبر، زغم، حوصله او ثبات عادت کړي، ستروموخو او لوړو مقاماتو ته خپل نفس وګوماري او په ټيټو چارو هيڅ خوښ او قانع نه سي. که څوک وغواړي او کوښښ وکړي چي ځان لوړ مقام ته ورسوي، هرومرو ور رسيږي، د دې دنيا په چارو کي وي که د هغې دنيا. لوى څښتن فرمايي:

{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ } [العنكبوت: 69]

ژباړه: کوم کسان چي زموږ په خاطر زياروکاږي او مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري هرومرو وروښيو. په يقين سره الله د نيکي کوونکو ملګرى دى.

او په پاى کي هم په لوړ همت د اولاد روزنه ده:

انسان چي هرډول وروزل سي هغسي لوييږي او جوړيږي. نو که کوچنى له کوچنيوالي څخه په لوړ همت ونه روزل سي او پر خپل سر پرېښوول سي، هيڅکله به سم سړى او د لوړ همت څښتن ځني جوړ نه سي. په تېره چي زموږ چاپېريال هم خراب او فاسد وي. نو د کوچنيانو پر کالخوايانو لازمه ده چي خپل اولادونه په لوړ همت او نورو ټولو ښېګنو ډېر ښه سمبال کړي

مراجع:

۱. د شيخ محمد إسماعيل المقدم علو الهمة کتاب.

۲. د شيخ سيد حسين العفاني صلاح الأمة في علو الهمة.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

استاد عبدالمالک همت:زه حارث افغان درته دعا کووم لکه څنګه چې الله پاک دعلم همت له برخې برخمن کړﺉ يې الله دې نور همت هم درکړی او الله پاک دې موژ ته هم کلک هوډ او کلک عزم راپه برخه کړی او الله پاک دې زموژ په زړو کې هم د مرګ نه بیره او د دنیا سره کرکه راپه برخه کړی تر څومو دادنیا او مافیا سمه شی الله دې زموژ زړونو کې د ایمان جذبې پیدا کړی ما حارث افغان به ډیر څه زده کړی وی مګر دا چې ما نن زده کړل دا مې په دې دیرشو… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه ګرانه وروره زه هم تاسي او نورو ټولو مسلمانانو ته د لوی څښتن لوی او عظيم دربار ته لاسونه په دعاوو لپي کوم. الله دي موږ ټولو ته د نېکۍ هدايت وکړي. ستاسو له له ښو احساساتو او ښکلو څرګندونو څخه بيا هم مننه کوم او د دې او هغي دنيا سرلوړي درته غواړم .