fbpx

د اتمر استعفاء او د ګډ حکومت ګډوډیدونکی وضعیت

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وړمه ورځ د ګډ حکومت د ملي منيت سلاکار حنيف اتمر له خپلې دندې څخه استعفاء ورکړه.

په دې کې شک نشته چې ښاغلی اتمر په ګډ حکومت او تر هغه وړاندې پخواني حکومت کې په مهمو دندو پاتې شوی او تر ډیره مهم کس ګڼل کیږي خو دا چې په مجموع کې ګډ حکومت ، د هغه مشر او د هغه اړوند ټول امنیتي او دفاعي تشکیلات د بهرنیانو له لوري ټاکل کیږي بیا نو د ښاغلی اتمر په شمول د حکومت هیڅ مسؤل ته هم شخصي اهمیت او مؤثریت نه پاتي کیږي.

د تحت الحمایه حکومتونو په ټولو کړنو او فعالیتونو کې اصلي محرکین د هغوی حامي لوری وي، دا چې د ګډ حکومت حامیان (امریکایان) اوس په افغانستان کې له یوه سربداله وضعیت سره مخ دي ، نو د حکومت په تشکیلاتو او د هغه په اجراءاتو کې یې ټولې کړنې هم همداسې له ګډوډې او بي نظمي سره مخ دي.

د ښاغلی اتمر په ځای د حمدالله محب په سملاسي او بی ځنډه ټاکنه کې د ښاغلي غني تر انتخاب د امریکایانو انتصاب مرجح دی ؛ ځکه ښاغلی محب نه په امنیتي چارو کې کاري تجربه لري او نه هم تخصص ، خو دا چې واشنګټن ته تقرُب لري نو بیا د واشنګټن تر حمایت لاندې حکومت کې د هرې د ندې د پرمخ وړلو وړتیا او صلاحیت لري.

د ښاغلی اتمر او د هغه په څیر د نورو محوري چارواکو په عزل ونصب کې د هغوی تر خپل ابتکار امریکايي دستور ډیر مؤثر دی ، او دا هرڅه د امریکايي مصالحو د تحفظ په خاطر ترسره کیږي نه د افغاني مصالحو د تحقق په غرض.
د حنیف اتمر د استعفاء موضوع دقیقا د ټرمپ ستراتیژي له لومړۍ کلیزي سره سم تر سره کیږي.

د یادې ستراتیژي له ناکامي سره ښايي افغانان د ګډ حکومت په تشکیل کې تر دې هم په لوړه پیمانه تغیرات وویني ، ځکه یاده ستراتیژي د همدې حکومت په موجودیت کې ناکامه او ناکاره شوې چې سپینه ماڼۍ به د دغې ناکامۍ د پټولو لپاره خامخا په داسې کړنو لاس پوري کوي چې هغه ور باندې توجیه کړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زما په اند دمزدورانو په بدليدوبه كوم سياسى تغييررا نشى كه اتمر دى كه غنى دى كه…..توله د CIA له خوا لكه د شطرنج داني سره زاى پزاى كيژى.دا چه اكثره امريكايان بيله پلاره دنيا ته رازي نو كه سوك غوارى په لويو چوكيو كيني د هغه چانس دير دى چى كوروالا(؟) أو يا زوم يي يهود أو يا عيسوى وي أو يا دا ثابته كى چي دى هم دوى غوندى دنياته راغلى دى او اولادونه بي هم دوى غوندي دي أو يا دا چى د حراميانو سخت حامي دى كه دا هم نشى ثابتولاى نو دا خو بايد ثابته… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د ګران او زړه ته راتېر هيواد خواږه افغانستان او د هغه د اوسېدونکو د مصلحت او لوړو ګټور په فکر کي بهرنيان او د هغو ګوډاګيان هيڅ نه دي، بلکي دا کسان هر يو د خپلو بادارانو لپاره چوپړ وهي. کوم کسان چي د دې بې وزلي هيواد او اسکېرلو خلکو د مصلحت او ګټو په فکر کي دي د هغو په اذان نه څوک روژه ماتوي او نه لومونځ کوي او پردو او پردي پالو ګوښو ته کړي دي. کاذب شهرت ته رسول سوي او مطرح سوي کسان د دوی او د دوی د بادارانو د مصلحتونو په… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

stop propaganda;any where change coming;
this is not big issue.one going other coming.
atmer was old.one foot was disable.hamdullah young.with good health
hamdullah can do more work.
ashrafghani is high level academic leader
ashraf ghani is world wide leader’
i want long happy and healthy life for honor ashrafghani

thank you