د اتمر استعفاء او د ګډ حکومت ګډوډیدونکی وضعیت

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وړمه ورځ د ګډ حکومت د ملي منيت سلاکار حنيف اتمر له خپلې دندې څخه استعفاء ورکړه.

په دې کې شک نشته چې ښاغلی اتمر په ګډ حکومت او تر هغه وړاندې پخواني حکومت کې په مهمو دندو پاتې شوی او تر ډیره مهم کس ګڼل کیږي خو دا چې په مجموع کې ګډ حکومت ، د هغه مشر او د هغه اړوند ټول امنیتي او دفاعي تشکیلات د بهرنیانو له لوري ټاکل کیږي بیا نو د ښاغلی اتمر په شمول د حکومت هیڅ مسؤل ته هم شخصي اهمیت او مؤثریت نه پاتي کیږي.

د تحت الحمایه حکومتونو په ټولو کړنو او فعالیتونو کې اصلي محرکین د هغوی حامي لوری وي، دا چې د ګډ حکومت حامیان (امریکایان) اوس په افغانستان کې له یوه سربداله وضعیت سره مخ دي ، نو د حکومت په تشکیلاتو او د هغه په اجراءاتو کې یې ټولې کړنې هم همداسې له ګډوډې او بي نظمي سره مخ دي.

د ښاغلی اتمر په ځای د حمدالله محب په سملاسي او بی ځنډه ټاکنه کې د ښاغلي غني تر انتخاب د امریکایانو انتصاب مرجح دی ؛ ځکه ښاغلی محب نه په امنیتي چارو کې کاري تجربه لري او نه هم تخصص ، خو دا چې واشنګټن ته تقرُب لري نو بیا د واشنګټن تر حمایت لاندې حکومت کې د هرې د ندې د پرمخ وړلو وړتیا او صلاحیت لري.

د ښاغلی اتمر او د هغه په څیر د نورو محوري چارواکو په عزل ونصب کې د هغوی تر خپل ابتکار امریکايي دستور ډیر مؤثر دی ، او دا هرڅه د امریکايي مصالحو د تحفظ په خاطر ترسره کیږي نه د افغاني مصالحو د تحقق په غرض.
د حنیف اتمر د استعفاء موضوع دقیقا د ټرمپ ستراتیژي له لومړۍ کلیزي سره سم تر سره کیږي.

د یادې ستراتیژي له ناکامي سره ښايي افغانان د ګډ حکومت په تشکیل کې تر دې هم په لوړه پیمانه تغیرات وویني ، ځکه یاده ستراتیژي د همدې حکومت په موجودیت کې ناکامه او ناکاره شوې چې سپینه ماڼۍ به د دغې ناکامۍ د پټولو لپاره خامخا په داسې کړنو لاس پوري کوي چې هغه ور باندې توجیه کړي.

تبصرې (3)

  • زما په اند دمزدورانو په بدليدوبه كوم سياسى تغييررا نشى كه اتمر دى كه غنى دى كه.....توله د CIA له خوا لكه د شطرنج داني سره زاى پزاى كيژى.دا چه اكثره امريكايان بيله پلاره دنيا ته رازي نو كه سوك غوارى په لويو چوكيو كيني د هغه چانس دير دى چى كوروالا(؟) أو يا زوم يي يهود أو يا عيسوى وي أو يا دا ثابته كى چي دى هم دوى غوندى دنياته راغلى دى او اولادونه بي هم دوى غوندي دي أو يا دا چى د حراميانو سخت حامي دى كه دا هم نشى ثابتولاى نو دا خو بايد ثابته كى چى له اسلام نه كركه لرى

  • د ګران او زړه ته راتېر هيواد خواږه افغانستان او د هغه د اوسېدونکو د مصلحت او لوړو ګټور په فکر کي بهرنيان او د هغو ګوډاګيان هيڅ نه دي، بلکي دا کسان هر يو د خپلو بادارانو لپاره چوپړ وهي. کوم کسان چي د دې بې وزلي هيواد او اسکېرلو خلکو د مصلحت او ګټو په فکر کي دي د هغو په اذان نه څوک روژه ماتوي او نه لومونځ کوي او پردو او پردي پالو ګوښو ته کړي دي. کاذب شهرت ته رسول سوي او مطرح سوي کسان د دوی او د دوی د بادارانو د مصلحتونو په موخه ادلون بدلون مومي. دوی چي مربيان لري، مرباوي به خوري. انګرېزان او امريکايان هيڅ وخت خپل وفادار نازولي له نازه نه اچوي. هغه زه وم چي يو څو وخته مي د مريد مريدي وکړه، خو څنګه چي مي نه د فاني في المريد کېدو وړتيا لرل او نه فاني في الشيخ کېدم، ژر د مريدانو له حلقې و ايستل سوم.
    پخوا به ويل کېدل چي تر يوه خروار زور يو مثقال عقل ښه دی، خو اوس داسي ښکاري چي دا مقوله هم زړه سوې وي، ځکه اوس که د چا سره څه پردی عقل او ډالر ملګري وي، هر څومره زور ته چي اړتيا لري په خپلو عوامو کالانعامو کي يې ترلاسه کولای سي. ښه يې ويلي دي: چي خان يې په ياران يې، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان يې.
    نن چي د چا سره بهرنی ملاتړ نه وي او په همدې ملاتړ په دولت کي مقام او چوکۍ ونه لري، د بيابان تر تورو خوارو لا بتر وي او هيڅوک يې په کيسه کي نه وي.
    هو، د رښتياني شخصيت خاوندانو ته (جان مرد جهان مرد وي). دغه کسان خپل عزت په خپلواکي او مناعت نفس کي وينی، نه د پردو غليمانو په غلامي او دنائت کي.

  • stop propaganda;any where change coming;
    this is not big issue.one going other coming.
    atmer was old.one foot was disable.hamdullah young.with good health
    hamdullah can do more work.
    ashrafghani is high level academic leader
    ashraf ghani is world wide leader'
    i want long happy and healthy life for honor ashrafghani

    thank you