نن د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پېل کیږي، شهزاد نه لوبیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن پېل کیږي، چې محمد شهزاد به د ننۍ لومړۍ سیالۍ برخه نه وي.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پېل شي، د افغانستان لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ کیپر محمد شهزاد د بندیز له امله په ننۍ سیالۍ کې ګډون نشي کولای.

محمد شهزاد د افغانستان په غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالیو کې پر امپایر بېځایه نېوکه او د هغه په حق کې یې سپکه خوله خوځولې وه چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا پرې د یوې یو ورځنۍ سیالۍ بندیز ولګېد.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروسته چې افغانستان په ۲-۰ جام وګاټه، نوي توپوهونکي د پام وړ کارګردګي ترسره کړه چې وروسته په یو ورځنیو لوبډله هم کې هم شامل شو.

حضرت الله ځاځي په دوه شل اوریزو سیالیو کې د دوه نیمه سلیزو په مرسته ۱۵۶ منډې جوړې کړې، چې یو خو یې په ملي لوبډله کې د اوپنرانو تشه ډکه کړه او بل یې افغانستان ته چټک چپ لاسی توپوهونکی ورکړ.

د افغانستان ننۍ سیالۍ لپاره اټکلي لوبډله:

حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي ( ویکټ کیپر)، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب الرحمن، افتاب عالم او دولت ځدراڼ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د