
تاجکستاني الوتکو تخار کې بمبار کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د تخار ځايي چارواکي وايي تاجکستاني هوايي ځواکونو د دې ولایت په درقد ولسوالۍ کې بمبار کړی او دوه تنه يې وژلي دي.
د تخار د والي ویاند جواد جوهري پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې پېښه نن سهار د درقد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې شوې ده.
هغه وویل، پرون غرمه په دې سیمه کې د قاچاقبرانو او د تاجکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې دوه تاجکستاني عسکر پکې ووژل شول.
نن سهار مهال تاجکستاني الوتکو یاده سیمه په نښه کړه او د جوهري په وینا دوه قاچاقبران يې وژلي دي.
دا برید وروسته له هغه کېږي، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې افغان حکومت د فضا د واک اخیستنې دعوه وکړه او ويې ویل چې د څار په موخه يې نوی رادار سیستم هم فعال کړی دی.
تر اوسه د تاجکستاني چارواکو په ګډون افغان حکومت هم خوله پټه نیولې.