
د نجونو ښوونځيو کې وېشل کېدونکو ټابلیټونو اندېښنې را پورته کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د عامې روغتیا وزارت له لوري د پوهنې وزارت په همغږۍ د نجونو په ښوونځيو کې وېشل کېدونکو ټابلیټونو اندېښنې را پورته کړې دي.
د دې ټابلیټونو په اړه عام ولس باور لري، چې د وینې کمښت، د هډوکو کمزوري، کمزورې حافظه، د اولادونو تر منځ فاصله او حتی شنډېدل را منځته کولی شي.
د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ د برخې مسؤله زلخیا انوري دا د دښمن تبلیغات بولي او زیاتوي چې دغه ټابلیټ برعکس اغېزې لري.
هغې په کابل کې یوې غونډې ته وویل، دوی په ښوونځیو کې د وینې د تقويې تابلیتونه «فولیک اسید»، زینک تابلیتونه او د اوبو د پاکولو لپاره نور تابلیتونه ویشي.
د دې په خبره د «افغان ولس دښمنان» د تبلیغاتو له لارې غواړي ذهنیتونه خراب کړي.
د کابل ښار په کارته سه کې د رابعه بلخې لېسې د نهم ټولګي یوې زده کوونکې د نوم نه ښودو په شرط وايي، کله يې هم دا ټابلیټ نه دي خوړلي.
هغه وايي له زیانونو يې نه ده خبره، خو پر ګټو يې باور نه لري، څو ځلې يې ویشونکي ښوونځي ته ورغلي، دې ټابلیټونه تر لاسه کړي خو خوړلي يې نه دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۴۰ سلنه مېرمنې د وینې له کمښته کړېږي.
زلیخا انوري ټینګار کوي چې خلک باید د دې هڅو په اړه منفي ذهنیت ونه لري او په وینا يې دوی کولی شي چې دا ټابلیټونه او د دوی جوړښت په انټرنیټ کې وپلټي او ځانونه ډاډه کړي.
موږ د غربیانو څخه ټابلیټونه نه غواړو بلکه ترې غواړو چه زموږ په هیواد کی د سولی او آرامی د فضاء په منځته راتلو کی نور د بېځایه حرص څخه لاس واخلی او زموږ مظلوم وطنوال پرېږدی چه ځانته یو آرام ژوند غوره کی.
زموږ په هیواد کی که سوله او وروری حاکمه شی باور وکی د پاکی هوا هر پاک تنفس ئې یو پاک ټابلیټ دی چه هم وینه ډېروی او هم مینه.
د ټابلیټونو او وسلې واردات زموږ وطن ته د یو متناقض او منافقانه سیاست ښکارندوی دی.