ناټو ته تیل وړونکي د تیلو دوه ټانکران سوځول شوي

nato_oil_tanker_burnedنن ټکی آسیا: تیره ورځ د کوټي او کراچې تر منځ پر غځیدلي لاره نامعلومو وسلوالو ناټو ته تیل وړونکو ټانکرانو باندي ډزي کړې چې په نتیجه کې دوه ټانکرانو اور اخیستی او درې نور زیانمن شوي.

دغه پېښه د سبي په مټري سیمه کې منځته راغلې او وسلوال کسان د سیمي څخه په تېښته بریالي سوي دي.

ځاي چارواکي سیمي ته رسیدلي او ویلي دی چې دوي ددغه پېښه په اړه تحقیقات پیل کړې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.