fbpx
د ګډحکومت په دویمه ورځ د امنیتي تړون د لاسلیک شېبې

عبدالله عبدالله: حنیف اتمر یو «پیاوړی مدیر» و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د حکومت نیم شریک ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، حنیف اتمر یو «پیاوړی مدیر» و، چې خپله دنده يې ښه پر مخ وړله.

هغه چې نن د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې، د اتمر پر استعفا يې افسوس ښکاره او د هغه دنده يې وستایله.

که څه هم حنیف اتمر پخپل استعفا لیک کې دعوه کړې وه چې د حکومت له رهبرۍ سره جدي اختلافاتو دې استعفا ته اړ کړ، خو طلوع نیوز د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې له نوموړي او دریو نورو امنیتي مسؤلینو نه محمد اشرف غني د دندې پرېښودل غوښتي و.

د سرچينې په وینا له دې جملې د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزارت د وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت د رییس معصوم ستانکزي استعفاوې بېرته رد او د حنیف اتمر ومنل شوه.

حنیف اتمر چې له امریکا سره د تړون پر شرط د امنیت شورا سلاکاري ورکړل شوې وه، ځينې شنونکي وايي له هغه نه کار اخیستنه پای ته رسېدلې وه او محمد اشرف غني يې له ځانه شړل مناسب وبلل.

د ولسي جرګې او د «لوی ملي ائتلاف» غړی لالی حمیدزی وايي، چې له امریکا سره د تړون پر شرط بسم الله محمدي ته هم د امنیت شورا د سلاکارۍ وړاندیز وشو، خو هغه ردکړ مګر اتمر سمدستې قبول کړ.

حنیف اتمر د ګډ حکومت پر سبا له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې پراخ غبرګونونه يې راوپارول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د